متحده ایالاتو ویلي دي چې په کردستان کې د خپلواکۍ لپاره ټول پوښتنه یا ریفرنډم په رسمیاتو نه پیژني. دغه ریفرنډم د همدې تیرې دوشنبې په ورځ پدې خاطر وشو چې معلومه کړي د کردستان خلک د عراق سره پاتې کیږي که خپلواکي غواړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په کردستان کې د ریفرنډم نتیجه او پخپله رایه ګیري دواړه یې مشروعیت نلري او دا چې متحده ایالات یوازې د متحد، فدرالي، دیموکراتیک او نیکمرغه عراق ملاتړ ته دوام ورکوي.
د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسنپه اعلامیې کې همدارنګه ویلي دي چې امریکا د دې "یو اړخیز اقدام د منفي عواقبو په اړه اندیښمنه ده."
بل پلو د عراق مرکزي حکومت ویلي دي چې د کردستان هوایي فضا تړي او د ترکیې سره په ګډو نظامي تمریناتو کې هم برخه اخلي. د عراق صدراعظم حیدرالعبادي ویلي و چې په ټول هیواد کې به د اساسي قانون او نورو نافذه قوانینو پر مټ د مرکزي حکومت واک حام کړي.
خو د عراقي کردانو مشر معسود برزاني بیا د عراق د حکومت نه غوښتي چې د ګواښونو پر ځای دې ورسره جدي خبرې وکړي.