د متحدو ایالتونو د کډوالو اداره وايي چې په روان مالي کال کې یې څه باندې ۲۷۰زره ناقانونه کډوال شړلي دي.
د شړل شویو کډوالو دا شمېره د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۹ (لیندۍ۲۹) په داسې حال کې خپره شوه، چې منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې میلیونونه مهاجر به شړي.
دا شمېره، چې د متحدو ایالتونو د مهاجرت ادارې په وروستي کلني راپور کې خپره شوې، له دغه هېواد څخه د شړل شویو ناقانونه کډوالو له پلوه تر ټولو لوړه شمېره ده.
د امریکا د کمرګونو او مهاجرت د اجرااتو ادارې په دغه راپور کې ویلي دي، چې اکثریت شړل شوي کډوال هغه خلک دي، چې له جنوبي سرحد څخه په ناقانونه توګه امریکا ته داخل شوي دي.
په دغه راپور کې د روان کال د پیل څخه نیولې د سپتمبر تر میاشتې پورې پېښې اخیستل شوي، راپور وایي چې د شړل شویو یوې په درېیمې برخې یې جرمي سوابق لرل او یا په جرمونو تورن شوي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۱۵ نېټه د خپل جمهوري ریاست د کار په لومړۍ ورځ به د کډوالو د شړل کېدو لوی عملیات پیلوي. هغه د دغو عملیاتو د څرنګوالي په اړه ډېر معلومات نه دي ورکړي.
د امریکا له جنوبي سرحد څخه په ناقانونه توګه د کډوالو اوښتل په دې وروستیو کلونو کې کم شوي وو، د جوبایډن حکومت د دغو کډوالو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړل.
اټکل کېږي، چې په متحدو ایالتونو کې له ۱۱ میلیون څخه نیولې تر ۱۵ میلیون پورې کډوال په ناقانونه توګه اوسېږي. خو ډونالډ ټرمپ او ملاتړي یې ټېنګار کوي، چې په امریکا کې د ناقانونه کډوالو شمېر تر دې زیات دی.
فورم \ دبحث خونه