افغان مېرمنو او نجونو له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ایتلافي ځواکونو په وتلو او طالبانو د واکمنۍ په یوه کال کې، په ډېره چټکۍ خپل حقونه او د ژوند معیارونه بایللي دي.
په امریکا کې د بایډن ادارې د افغان مېرمنو او نجونو د خوندیتوب لپاره د خپل ټول اغېز د کارولو ژمنه کړې ده.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند وايي: "موږ په پرله پسې ډول، پر هر هغه ګام چې طالبان پکې پر خپلو ژمنو پاته راځي، پر دوی فشار واردوو چې د ټولو افغانانو انساني حقونو ته ژمن پاته شي."
سپینې ماڼۍ واضح کړې ده چې پر طالبانو باندې د فشار پرله پسې هڅې کوي. د سپینې ماڼۍ پخوانۍ ویاندې جین ساکي رسنیو ته ویلي وو چې د امریکا حکومت د اقتصادي بندیزونو تر څنګ په ډیرو نورو برخو کې د فشار واردولو امکانات لري.
خو په تېر اګست کې، واک ته په رسېدلو، طالبانو ډېرې نجونې د ښوونځیو څخه ګرځولي او په پټه زده کړو ته یې مجبوره کړي دي. مېرمنو ته یې د مخ پټولو امر کړی دی او د مېرمنو لپاره یې د موټرچلولو د جوازونو صادرولو بهیر درولی دی. طالبان، دا مقررات د خپل سختدریځه اسلامي تفسیر سره تړي.
امریکا یوازینی هیواد نه دی چې د افغان مېرمنو د حقونو خبره کوي؛ د سعودي عربستان په ګډون، عربي هیوادونو هم پدې برخه کې هڅه کړې ده، خو اغېز یې نه دی کړی.
د بشري حقونو د ملاتړو په نظر، د امریکا لخوا اوسنی فشار کفایت نه کوي. په واشنګټن کې د بروکینګز څېړنیز بنسټ غړې، مدیحه افضل پر طالبانو باندې د امریکا روان فشارونه اغېزناک نه بولي. هغه وايي: " اوس هغه وخت را رسېدلی دی چې دا ومنو. په ورته وخت کې یو لړ پوښتنې دي؛ په رسمیت د پېژندل کېدلو پوښتنه چې تاسې پوهېږئ چې یو ډول لیرې خو راتلونکې ده. زما موخه د نورو ډولونو د مرستو د پوښتنو ده لکه د مرکزي بانک د کنګل شویو زېرمو د آزادېدو، چې لومړیتوب ورته لري. که څه هم چې دا اغېز دی خو دې اغېز پایله نه ده لرلې."
ځېنې څېړونکي اندېښنه لري چې پر طالبانو باندې د امریکا فشارونو نه یوازې نتیجه نده لرلې بلکه د عامو افغانانو پر ژوندانه هم اغېز کړی دی. دغه کتونکي په دې دې باور دي چې پر طالبانو باندې بندیزونو په افغانستان کې له انساني ناورین سره مرسته کړې او له امله یې تر ډېره مېرمني او ماشومان ځپل شوي دي.
د ویلسن څېړنیز مرکز غړی، مایکل کوګلمن په همدې باور دی او وايي: " د هغو بندیزونو له امله چې ډېر کلونه پخوا امریکا پر طالبانو لګولي وو او اوس هم پر ځای دي، او تر ډېره د همدغو بندیزونو له امله افغانستان ته د پیسو ورتګ ټکنی شوی دی. او افغانستان ته د پیسو نه ورتګ، د اقتصادي ناورین لوی لامل دی."
د افغانستان مېرمنې څه غواړي؟ سایره سما علیمیار هغه افغان مېرمن ده چې په افغانستان کې یې د ښځو د حقونو دپاره په لاریونونو کې برخه اخېستې ده.
هغه وايي: "موږ غواړو د ژوندیو مخلوقاتو په څېر، د انسانانو په څېر ژوند وکړو؛ نه د کور په کونج کې د زندانیانو په څېر، نه داسې لکه په قفسونو کې چې بندې واوسو او مېړونه مو د خوړو لپاره سوال وکړي. موږ هیڅکله داسې ژوند نه غواړو."
خو د ۱۹ میلیونه افغانو نجونو او مېرمنو دا غوښتنه ردېږي.