د ملګرو ملتونو فرهنګي او علمي ادارې [یونیسکو] نن دوشنبه جون ۱۲ (جوزا ۲۲) وویل د امریکا متحده ایالتونه پلان لري چې د روان کال د جولاۍ په میاشت کې بېرته له دغه سازمان سره یو ځای شي.
یونیسکو په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د امریکا دا اقدام «یو قوي مالي پلان» هم له ځان سره لري چې د سازمان غړي هېوادونه یې باید تائید کړي.
په ۲۰۱۱ کال کې په دغه سازمان کې د فلسطینیانو غړیتوب ومنل شو او ورسره متحدو ایالتونو له یونیسکو سره مالي همکاري بنده کړه او بیا په ۲۰۱۸ کې د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ په وخت کې امریکا له دغه سازمان څخه ووتله. هغه وخت ټرمپ یونیسکو تورنه کړې وه چې د «اسرائیل په ضد» ده.
متحدو ایالتونو له دغه سازمان څخه تر وتلو مخکې د یونیسکو ۲۲ سلنه بودیجه تمویلوله.
یونیسکو په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې په وروستیو کلونو کې یې ډېر کار کړی دی چې «د منځني ختیځ په څېر حساسو مسائیلو کې سیاسي شخړه کمه کړي او اجماع رامنځ ته» کړي.
د یونیسکو مشرې ادري ازولي په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې «دا په یونیسکو او څو اړخیزتوب [کثیر الجهتي] کې د اعتماد یو قوي عمل دی، یوازې د سازمان په محور کې نه، بلکې د منشور په عملي کېدو کې هم.»
بایډن د راتلونکي کال بودیجه کې د یونیسکو لپاره ۱۵۰ میلیون ډالر غوښتي چې خپل اوسني او پخواني تادیات ورکړي. له یونیسکو سره د امریکا د بیا یو ځای کېدو تر اعلان مخکې، امریکايی مقاماتو ویلي وو چې په دغه سازمان کې د متحدو ایالتونو له غیابت څخه چین ګټه اخیستې چې د مصنوعي ځېرکتیا په ګډون مسائیلو لپاره د معیارونو ټاکل په کې شامل دي.