د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا یوه پوځي الوتکه له اتو سپرلیو سره په جاپان کې غورځېدلې


اوسپرې ډوله پوځي الوتکه
اوسپرې ډوله پوځي الوتکه

د جاپان د ساحل ساتنې ځواکونو ویلي، د امریکا یوه پوځي الوتکه چې د عملې اته غړي په کې سپاره وو، د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۹ (لیندۍ اتمه) د جاپان په سواحلو کې نسکوره شوې ده.

یوې ویاندې فرانس پرس ته وویل: "موږ نن د ماسپښین په ۲:۴۷ [ځايي وخت] معلومات ترلاسه کړل چې د متحده ایالاتو د پوځ اوسپرې [ډوله الوتکه] د یاکوشیما ټاپو کې غورځیدلې ده."

هغې زیاته کړه: "موږ ته خبر راکړل شو چې په الوتکه کې اته د عملې غړي وو."

په الوتکه کې د سپرو کسانو د وضعیت په اړه معلومات ندي خپاره شوي.

د یاکوشیما ټاپو د جاپان په سویل کې ترټولو لوی ټاپو کیوشو ته څېرمه پروت دی.

د جاپان این‌ایچ‌کې خبري رسنۍ راپور ورکړی چې دا اوسپرې ډوله الوتکه د یاماګوچي په سیمه کې د ایواکوني امریکایي پوځي اډې څخه په اوکیناوا کې د کادینا اډې ته روانه وه.

دغې رسنۍ د دفاع وزارت د سرچینو په حواله ویلي چې غورځېدلې الوتکه په پایتخت ټوکیو کې د متحده ایالاتو د یوکوتا هوایي اډې پورې اړه لري.

د اوسپرې ډوله الوتکې متحرک وزرونه لري، د هلیکوپتر په څېر له ځمکې پورته کیدای شي او وروسته د عادي الوتکې په څېر پرواز کوي. دا ډول الوتکې په وروستیو کلونو کې د خونړیو پیښو تاریخ لري.

د اګست په میاشت کې، په شمالي استرالیا کې ددې ډول یوې الوتکې د لوېدو په پېښه کې د درې امریکايي ځانګړو سمندري سرتیرو په ګډون ۲۳ تنه مړه شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG