د لاس رسي وړ اتصالات

د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار سعودي عربستان ته ځي


د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار بله اوونۍ سعودي عربستان ته ځي.
د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار بله اوونۍ سعودي عربستان ته ځي.

ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان راتلونکې اوونۍ د سعودي عربستان د مشرانو سره د خبرو لپاره ریاض ته په رسمي سفر ولاړ شي.

ښاغلي سلیوان پنجشنبه مې ۴ (غوایي۱۴) وویل چې پدې سفر کې به د هند او عربي متحده اماراتو د استازو سره هم وګوري او د نوې ډهلې او خلیج هیوادونو تر منځ د همکارۍ اړوند موضوعاتو به ورسره وغږیږي.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار به د راتلونکې اوونې د یکشنبې په ورځ سعودي عربستان ته روان شي. سره لدې چې پخپله سلیوان دا ندي ویلي چې په ریاض کې به د چا سره ګوري خو یوې سرچینې ویلي چې ټاکل شوې جیک سلیوان به د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان سره هم وګوري.

د سپینې ماڼۍ دا جګپوړی چارواکی داسې مهال سعودي عربستان ته ځي چې د واشنګټن او ریاض اړیکې د څو موضوعاتو له کبله کله نا کله جنجالي کیږي.

له یوې خوا د اوپیک هیوادونو لخوا چې مشري یې د سعودي عربستان په لاس کې ده، د تیلو په تولید کې کموالی او په ۲۰۱۸ کال کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د خبریال جمال خاشقي د قتل پر سر د امریکا او سعودي اختلاف هغه څه دي چې د دې دواړو هیوادونو اړیکې یې زیانمنې کړیدي.

په ۲۰۱۸ کال کې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګري کې د جمال خاشقجي وژل کیدو واشنګټن قهرجن کړ خو د امریکا د هغه وخت جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له لویو عواقب څخه د ولیعهد او صدراعظم شهزاده محمد بن سلمان په ژغورل کیدو ویاړ وکړ.

د امریکا اوسني ولسمشر جوبایډن هغه استخباراتي معلومات له محرم حالت راویستل چې ښکاره کوي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د هغه هیواد د منتقد جمال خاشقجي د وژل کیدو امر کړی وو.

بایډن تیر کال د جولای په میاشت کې سعودي عربستان ته سفر وکړ او داسې ویل کیده چې بایډن د تیلو د بیې د ټیټیدو په برخه کې د سعودي مرسته غوښتې وه.

ښاغلي بایډن د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان سره د کتنې په اړه وویل چې د سعودي ولیعهد ته یې ویلي چې هغه د خاشقجي د وژنې مسؤول ګڼي، خو هغه زیاته کړه چې محمد بن سلمان د دغه خبریال په وژنه کې لاس لرل رد کړي او ژمنه یې کړې چې د دې قتل عاملین به ونیسي.

د امریکا جمهور رئیس وویل: "ما خپل نظر روښانه کړ، ما په واضح ډول وویل، د بشري حقونو په مسله کې د امریکا د یو ولسمشر چوپتیا له دې سره مطابقت نه لري چې موږ څوک یو او زه څوک یم."

ښاغلي بایډن په انتخاباتي مبارزو کې سعودي عربستان ته د "اجنبي" هیواد نوم ورکړی و. جو بایډن د سعودي عربستان په هکله دا څرګندونې هغه وخت کړې وې چې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید و.

وروسته تر هغه چې جمهور رئیس جو بایډن انتخابات وګټل د متحده ایالاتو حکومت د استخباراتي ادارو هغه راپور هم خپور کړ چې پکې ویل شوي و د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د وژلو اصلي طرحه جوړوونکي و.

XS
SM
MD
LG