د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا منځمهالو ټاکنو ته پنځه اونۍ پاتې دي


ولسمشر ډانلډ ټرمپ د خبریالانو پوښتنو ته غوږ نیولی دی، پوښتنی د سترې محکمی د نوماند قاضی بریټ کاونا په برخه کې وې؛ سپینه ماڼۍ واشنگټن، د اکتوبر اوله، ٢٠١٨ م کال.
ولسمشر ډانلډ ټرمپ د خبریالانو پوښتنو ته غوږ نیولی دی، پوښتنی د سترې محکمی د نوماند قاضی بریټ کاونا په برخه کې وې؛ سپینه ماڼۍ واشنگټن، د اکتوبر اوله، ٢٠١٨ م کال.

مبصرین وايي ولسمشر ټرمپ به په راتلونکیو انتخاباتو کې مرکزي شخص وي. که څه هم په امرېکا کې منځمهالو ټاکنو ته لا پنځه ا ونۍ پاتې دي، خو دموکراتانو مټې رانغاړلې دي چې ډېرې څوکۍ وگټي.

جمهوري غوښتونکې او دموکراتان په داخلي او بهرنیو پالیسیو کې له یوبل سره سخت اختلاف نظر لري. په دې توگه به نوی کانگرس د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جمهوری ریاست په راتلونکیو دوو کلونو باندې ژورې اغېزې ولري.

له همدې امله ولسمشر ډانلډ ټرمپ په خپله د جمهوری غوښتونکیو کاندیدانو په ټاکنیزو مبارزو کې برخه ا خلي.

په همدې ډول د موکرات مشران هم په خپله وسه کې په هېڅ شی صرفه نکوي. امریکایان اوس د نومبر شپږمې ته سترگې په لار دي چی ایا جمهوری غوښتونکې به د استازیو په خونه او سنا کې اکثریت وساتی که به ېې دوموکراتانو ته بایلي.

ولسمشر ټرمپ په لویدیځه ویرجینیا کې په یوه انتخاباتي غونډه کې هڅه وکړله چېد قاضی بریټ کاونا لپاره ملاتړزیات کاندي.

قاضی بریټ کاونا د سنا په قضائیه جرگه گۍ کې د خپلې نوماندې په اړه گواهي ورکوي؛ د کانگرس ماڼۍ ، واشنگټن ډي سي د سپتمبر ٢٧ مه ٢٠١٨ م کال .
قاضی بریټ کاونا د سنا په قضائیه جرگه گۍ کې د خپلې نوماندې په اړه گواهي ورکوي؛ د کانگرس ماڼۍ ، واشنگټن ډي سي د سپتمبر ٢٧ مه ٢٠١٨ م کال .

ښاغلي ټرمپ وویل: زه کاندید نه یم. خو په واقعیت کې د خپلو ستروکاندیدانو لپاره انتخاباتی مبارزه کوم؛ ځکه تاسې وینئ چې څه روان دي؛ د دموکراتانو رادیکال گروپ د نه منلو وړ کارونه کوي. تاسې ېې وینئ چې همدا اوس څه روان دي."

د سترې محکمی لپاره دنوماند قاضی دتائید بهیر هغه وخت نور هم شدید او جنجالی شو چې پر قاضی کاونا تور لگوونکې مېرمنې کرستین بلازي فورد دهغه خلاف د کانگرس د سنا په قضائیه جرگه گۍ کې داسې گواهی ورکړله چې ټول ملت ېې مسحور کړ.

کریستین بلازي فورد د سنا په قضائیه جرگه گۍ کې د کانگرس په ماڼۍ کې گواهي ورکوي؛ واشنگټن ډي سي، د سپتمبر ٢٧ مه ٢٠١٨ م کال.
کریستین بلازي فورد د سنا په قضائیه جرگه گۍ کې د کانگرس په ماڼۍ کې گواهي ورکوي؛ واشنگټن ډي سي، د سپتمبر ٢٧ مه ٢٠١٨ م کال.

پر نوماند قاضی کاونا باندې تورلگوونکې کریستین بلازی فورد وویل: پر ما باندې د بریټ کاونا له تیري نه وروسته، زما ژوند د ډیرې اوږدې مودې لپارهپه ژوره توگه بدل شو. زه زښته ډیره ویریدلم ا و شرمیدلم، ان تردې چې هېچاته مې د دې پېښې تفصیل نشوای بیانولی.

خود سترې محکمی لپاره نوماند قاضی بریټ کاونا داهرڅه ردکړل:دتائید دابهیر په ملی کچه په شرمناکه پېښه بدل شویدی، تاسې د سلامشورې او په رضاء باندې د توصیېمسله په تفتیش او تخریب بدله کړېده.

ولسمشر ډانلډ د قاضی کاونا پرمسله قهریدلی دی، له همدې امله په دې هڅو لگېادی چی له هغو جمهوری غوښتونکیو کاندیدانو سره مرسته وکړي چی په سنا کې خپل اکثریت وساتلی شي. ښاغلي ټرمپ خپلو پلویانو ته وویل: لما سره وعده وکړئ چی ټاکنو ته راووزئ، په روان حالت قناعت مه کوئ. پکارده چی د منځنۍ دورې انتخاباتو ته راووزئ او راېې ورکړئ"

خو دموکراتان هم له خپلو وتلو مشرانو نه کاراخلي چېد رایو ورکوونکیو شمیر زیات کاندی. په دې لړ کې له ولسمشر ټرمپ نه مخکینی جمهوررئیس براک اوباما هم د ټاکنیزو مبارزو میدان ته راوتلی دی چې دموکراتان رایو ورکولو ته وهڅوي.

مخکیني جمهوررئیس براک اوباما وویل: هغوی به ووايی چی موږ به د جمهوری ریاست انتخاباتو ته انتظار وکړو؛ خو زه وایم دا انتخابات ډیر مهم دي. په واقعیت کې دا انتخابات د بل هروخت له انتخاباتو نه زښت ډیر مهم دي."

مبصرین وايي چی ټرمپ به په راتلونکیو انتخاباتو کې مرکزي شخص وي، تمه چی دواړه خواوې به رایو ورکولو ته وهڅوي.

د دوه گوندی پالیسیو مرکز غړی جان فورتیر وايي: هغه په انتخاباتو کې دخلکو ملاتړکوي اوله جمهوری گوند سره همکاري کوي، ډیرو فکر کاوه چی هغه به له انتخابیدلو نه ورو سته داکار ونکړي، خو هغه په بشپړه توگه که ښه وي او که بد، دجمهوري غوښتونکیو کاندیدانو ملاتړ کوي.

دموکراتان هم په غټ شمیر کې په خاصو او ابتدايی انتخاباتو کې برخه اخلي. یو تحلیل کوونکی وايی دا د نومبر په انتخاباتوکې ددموکراتانو لپاره مثبته نښه ده.

جېم کیسلر د ترډ وې یادریمې لارې د ټولنې غړی وايي:زه تمه کوم چی دموکراتان د استازیو خونه وگټي. زه اوس حتی دا فکرهم کوم چې دموکراتان به سنا هم وگټي. که څه هم په لاره کې ستونزې ډېرې دي.

منځمهاله ټاکنې او برېټ کاونا
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:38 0:00

د ولسمشر ډانلډ ټرمپ دا شعار چی په ٢٠١٦ کې ېې ډیر خلک ورته راجلب کړل، اوس هم په انتخاباتی غونډو کې انگازې کوي: او موږ به امریکا بیا ستروالی او عظمت ته ورسوو! لویدیځې ویرجینیا مننه!

تحلیل کوونکی جیم کیسلر زیاتوي دموکراټ راېې ورکوونکي زښت ډیر هڅېدلي اوپاریدلي دي؛ په همدې ډول جمهوریغوښتونکی هم هڅېدلی دي، خو دموکرات راېې ورکوونکی په رېښتونې توگه په غټ شمیر کې په انتخاباتو کې برخې اخېستلو ته لیوال دي.

XS
SM
MD
LG