د نیویارکر مجلې د جمعې په ورځ اپریل لومړۍ (وري ۱۲) د مارک فریریکس په نامه د هغه امریکایي تبعې ویډیو خپره کړه چې دوه کاله وړاندې په افغانستان کې برمته شوی دی.
فریریکس په دې نوې ویډیو کې له خپلې کورنۍ سره د یوځای کیدو په هدف د خوشې کیدو غوښتنه کوي.
دا د ۲۰۲۰ کال د جنوري له ۳۱ راپدیخوا لومړی ځل دی چې دغه پخوانی امریکایي پوځي او د ملکي برخې قرار دادي په یوې ویډیو کې راڅرګندیږي.
اسوشیټد پریس لیکي باورونه داسې دي چې فریریکس د طالبانو د حقاني شبکې له خوا برمته شوی دی او د امریکا حکومت د هغه د خوشي کیدو هڅې شوي خو تر اوسه یې نتیجه نده ورکړې.
مارک فریریکس په دې تازه ویډیو کې چې شاته یې تیاره پرده ښکاري یوازې ناست دی او لیدل کیږي چې افغاني جامې یې اغوستي دي.
نوموړي په دې ویډیو کې چې په وینا یې تیر نومبر کې ثبت شوی وایي:"د افغانستان د اسلامي امارت له رهبري غواړم چې لطفا ما خوشې کړئ. ما خوشې کړئ څو وکولی شم بیرته له خپلې کورنۍ سره یوځای شم. مننه."
نیویارکر چې دا ویډیو د جمعې په ورځ اپریل لومړۍ خپره کړې ویلي دي چې ویډیو یې په افغانستان کې له نامعلومو کسانو څخه یې ترلاسه کړې ده.
په واشنګټن کې د اف بي ای یا د امریکا د تحقیقاتو د فدرالي ادارې یوه ویاند د ویډیو د صحت په اړه د نظر ورکولو څخه ډډه وکړه خو د فریریکس خور کارلین کاکورا د جمعې په ورځ په یوې بیانیې کې وویل په دې خوشاله شوې چې طالبانو دا ویډیو خپره کړې او دا ښکاره کوي چې د هغوی د کورنۍ غړی له دوو کلونو برمته کیدو وروسته ژوندی دی.
میرمن کاکورا د امریکا له جمهور رئیس جوبایډن او د بهرنیو چارو له وزیر انټوني بلینکن څخه وغوښتل چې د فریریکس د خوشي کیدو لپاره هڅې وکړي.
هغې وویل: "موږ دا د فریریکس د فوري خوشي کیدو په برخه کې د ترتیب لپاره د طالبانو د علاقه مندۍ مهم شاخص بولو. جمهور رئیس بایډن او وزیر بلینکن، له تاسو غواړو کور ته د مارک د ستنیدو لپاره زړه ور او پریکنده ګامونه واخلئ."
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن له دې وړاندې ویلي وو، دمخه تر دې چې طالبان دا تمه ولري چې د هغوي د مشروعیت په ارمان غور وشي، باید په سمدستي توګه مارک فریریکس خوشې کړي.
ښاغلي بایډن د دې متقاعد امریکایي نظامي په هکله په یوې اعلامېې کې د جنوري ۳۰ (سلواغلې۱۰) ویلي چې مارک یوه لسیزه په افغانستان کې په مرستې کولو تیره کړه.
د اسوشیټد پرس په وینا، طالبانو امریکایي چارواکو ته په ښکاره ویلي دي چې هغوی د بشیر نورزي په نامه د نشه یي توکو د تورن قاچاق وړونکي د آزادیدو غوښتنه کوي، خو د امریکا حکومت د بندیانو د تبادلې هیڅ ډول پروسه چې ممکن له مخې یې فریریکس له بنده ازاد شي، مخ ته نده وړې.
د فریریکس دا ویډیو په هغه ورځ خپریږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له خوا د امریکایي تبعې صفي الله روف او انس خلیل. چې د امریکا دایمي اقامه لري، د خوشي کیدو اعلان وکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې هغوی اوس په قطر کې دي او امریکا ته سفر کوي خو دغه وزارت په افغانستان کې د هغوی د فعالیت په اړه اضافه معلومات ندي ورکړي.