د لاس رسي وړ اتصالات

د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو قربانیان د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو اخیستلو مستحق ندي، امریکایي قاضي


د امریکا د متحده ایالتونو په نیویارک ایالت کې یوې ښځینه قاضي د جمعې په ورځ اګست ۲۶ (وږې څلورمه) سپارښتنه وکړه چې د سپټمبر د ۱۱مې ترهګریزو بریدونو قربانیان د افغانستان د میلیاردونو ډالرو کنګل شویو پيسو مستحق ندي.

د نیویارک ایالت د منهټن په ښار کې قاضۍ سارا نیټ برن ویلي چې د سپټمبر د یوولسمې پیښې قربانیانو لخوا ددې پیسو ضبطول دا معنی لري چې طالبان د افغانستان د حکومت په توګه ومنل شي او دا کار یوازې د امریکا جمهور رئیس کولی شي.

فاضۍ ویلي، "د طالبانو قربانیانو کلونه د عدالت، حساب کوونې او جبران اخیستو لپاره مبارزه وکړله. هغوي د لږ څه حق دار ندي خو قانون د جبران اندازه چې محکمه یې اجازه ورکولی شي محدودي. پدې محدودیتونو کې د افغانستان بانک شتمني نه راځي".

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته، د امریکا حکومت په نیویارک کې د افغانستان د ۷ ملیارد ډالرو څخه زیاتې مالي زیرمې کنګل کړې.

دغه پیسې د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو د کورنیو د یوې ډلې له خوا په نیویارک کې تر دعوې لاندې دي چې په ۲۰۰۱ کال کې په امریکا کې د تروریستي بریدونو پړه پر طالبانو اچوي.

د فبرورۍ په میاشت کې، ولسمشر جو بایډن یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې د افغانستان پیسې یې په دوو ۳.۵ میلیارد ډالر ویشلي چې یوه بر خه یې د افغان بشردوستانه وجهي صندوق ته ورکړل شي او پاتې نیمایي یې د قضیې تر حل کیدو پورې وساتل شي.

د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په هکله د منهټن د ښار د قاضۍ دا پریکړه ورستۍ نده او باید د همدې ښار یو بل قاضي چې په طالبانو په محکمې کې شوې دعوا تعقیبوي، پریکړه وکړي چې آیا د قاضي سار نیو برن وړاندیز مني او که نه.

د محکمې دا پریکړه د پور ورکوونکو څلورو ډلو ته چې د القاعده شبکې په ګډون یې په څلورو مدافع علیه حقوقي دعوا کړې وه، ماتې بلل کیږي ځکه محکمې وروسته تر هغه د دوي په حق کې پریکړه وکړله چې د مدافعینو څخه یو یې هم محکمې ته حاضر نشول.

په کابل کې د القاعده د شبکې د مشر ایمن الظواهري تر وژل کیدو وروسته متحده ایالاتو د افغانستان د مرکزي بانک ددې کنګل شوېو پیسو پر سر خبرې وځنډولې خو وروسته په امریکایي مطبوعاتو کې وویل شوې چې د جمهور رئیس جو بایډن حکومت د زړه نا زړه توب سره سره غواړي چې په بهر کې د افغانستان د کنګل شویو میلیاردونو ډالرو د آزادولو په اړه مذاکرات له سره پیل کړي.

د افغانستان د نړېدلي اقتصاد سره د مرستې په خاطر د خبرو د دوام پرېکړه په داسې حال کې کیږي چې په افغانستان کې د بشري بحران په اړه په واشنګټن کې اندېښنې د زیاتېدو حال کې دي او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د را روان ژمي په درشل کې د افغانستان نیمايي نفوس له "سختي لوږې" سره مخامخ دی.

د رپوټونو له مخې، د امریکا په مشرۍ د پلان موخه دا ده چې د افغانستان مرکزي بانک کنګل شوې شتمنۍ په سویس کې یوه باوري صندوق ته انتقال شي او بیا د یو نړیوال بورډ له لوري په داسې ډول ووېشل شي چې دا پیسې د هغو طالبانو لاس ته ورنشي چې نومونه یې د امریکا او ملګرو ملتونو د بندیزونو په لیست کې شامل دي.

XS
SM
MD
LG