د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او اروپایي ټولنې د بوینګ او ایربس پر سر ۱۷ کلن جنجال حل کړ


د امریکا متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې د اوږدمهاله اقتصادي شخړې په حل کولو موافقه وکړه چې د ۱۷ کالو راهیسې د دوی ترمنځ یې پر سوداګرۍ سیوری اچولی و.

د اروپایي کمیسیون رئیسې اورزولا فون در لاین ویلي چې متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې د الوتکو جوړولو د شرکتونو د سبسایدیو پر سر ۱۷ کلنه شخړه حل کړې ده.

هغې په بروکسل کې د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن سره له کتنې دمخه خبریالانو ته وویل چې دغه موافقه د دواړو خواو په اړیکو کې "یو نوی باب" دی.

د رویترز اژانس د رپوټ له مخې امریکا او اروپایي ټولنې د ۲۰۰۴ کال راهیسې د سوداګرۍ نړیوال سازمان ته د سبسایدیو پر سر په یوې دعوه کې ښکیل دي چې د الوتکو جوړولو امریکایي شرکت بوینګ او د هغې اروپایي سیال ایربس شرکت یې ترلاسه کوي.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن او اروپایي ټولنې موافقه کړې چې د ۱۱ نیم میلیارډ ډالرو په ارزښت په اروپایي شرابو او امریکایي سګرټو باندې د پنځو کلونو لپاره هغه ګمرکي تعرفې وځنډوي چې د پخواني جمهور رئیس دونالډ ټرمپ په دوره کې د اروپآ او امریکا ترمنځ د تجارتي کړکیچ وروسته وضع شوې وې.

د اروپایي کمیسیون رئیسې اورزولا فون در لاین وویل چې د ښاغلي بایډن سره پداسې حال کې د نورو سوداګریزو موضوعاتو په اړه خبرې کوي چې همدا اوس د الوتکو جوړولو د شرکتونو په هکله یو ستر پرمختګ رامنځ ته شوی دی. هغې وویل چې «دا په واقعیت کې زمونږ په اړیکو کې یو نوی باب پرانیزي، ځکه د ۱۷ کالو مناقشې وروسته د حقوقي اقدام څخه د الوتکو په اړه همکارۍ ته ورسیدو.»

جمهور رئیس بایډن د اروپایي ټولنې له مشرانو سره له کتنې دمخه وویل چې : «زما په فکر مونږ ستر فرصت لرو چې د اروپایي ټولنې او همداشان له ناټو سره نژدې کار وکړو او مونږ په دې اړه پوره خوشبینه یو.»

ښاغلي بایډن دا هم وویل چې دا د امریکا د متحده ایالاتو په ګټه ده چې د ناټو او اروپایي ټولنې سره پراخې اړیکې ولري.

XS
SM
MD
LG