د لاس رسي وړ اتصالات

سلواکیا وایي د هوايي دفاع امریکايي سیستم ترلاسه کوي  


امریکايي هوايي دفاعي سیستم
امریکايي هوايي دفاعي سیستم

د سلواکیا د دفاع وزارت اعلان کړی دی چې په څو ورځو کې به د «پتریوت» په نامه د هوايي دفاع امریکايي سیستم ترلاسه کړي.‌

ښايي دا کار اوکراین ته د سلواکیا د همداسې ورته یو دفاعي سیستم د احتمالي انتقال زمینه برابره کړي.‌

سلواکیا، چې د ناټو غړې ده، څو ورځې مخکې وویل غواړي چې د روسي اس-۳۰۰ الوتکو ضد دفاعي سیستم اوکراین ته ورکړي، خو شرط یې دا و چې باید د هوايي دفاع یو بل معادل سیستم ولري.

د سلواکیا د دفاع وزیر ویلي دي چې په اوکراین باندې د روسیې یرغل او اوسني وضعیت ته په کتو، داسې نه ښکاري چې د اس-۳۰۰ دفاعي سیستم دې د سلواکیا په پوځ کې کومه آینده ولري.

د سلواکیا د دفاع وزیر یاروسلف ناد ویلي دي چې د امریکا د پتریوت د هوايي دفاعي سیستم لومړۍ برخې به ورو ورو دغه هېواد ته رسېږي. هغه وايي چې د دغه سیستم پوره ترلاسه کول به څو ورځې روان وي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن ژمنه کړې وه چې له اوکراین سره به مرسته وکړي چې د هوايي فاع سیستم ترلاسه کړي، داسې سیستم چې د الوتکو وېشتونکو «سټېنګر» توغنديو څخه هم ډېر واټن ووهلای شي.

نوموړي ويلي چې دا کار به په داسې شکل کوي چې له روسیې سره په مخامخ جګړې کې دخیل نشي.

په همدې حال کې هالنډ ویلي دي چې د پتریوت سیستم بطرۍ به د سلواکیا د «سلیاک» پوځي اډې ته انتقالوي. جرمني هم تائید کړی دی چې همداسې دوې بطرۍ به سلواکیا ته انتقالوي.

نوموړي ویلي دي چې دا سیستم به د «سلیاک» په پوځي اډې کې ځای په ځای کوي‌ چې د دغه هېواد ډېره برخه یې تر چتر لاندې وي.

XS
SM
MD
LG