د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس د امریکا کوم ایالتونه ډېر ځپلي ‌دي


کرونا تر دې دمه تر بل هر هېواد امریکا کې ډېر کسان مړه کړي دي
کرونا تر دې دمه تر بل هر هېواد امریکا کې ډېر کسان مړه کړي دي

کروناویروس د جمعې د ورځې اپریل ۱۷(وري۲۶) تر سهار پورې په ټولې امریکا کې ۳۳۲۸۶ کسان مړه کړي‌ دي.

د جانز هاپکنز پوهنتون د معلوماتو په اساس کروناویروس تر ټولو ډېر د نیویارک ایالت ځپلی دی چې څه باندې ۱۴۰۰۰ کسان په کې مړه شوي‌دي.

د نیویارک ګاونډي ایالت، نیوجرسي کې هم ډېر کسان مړه شوي‌ چې شمېر یې شاوخوا ۳۱۵۶ ته رسیږي.

کروناویروس څه باندې ۱۹۲۰ کسان د مېشېګن او څه باندې ۱۱۰۰ نور کسان د لویزیانا په ایالتونو کې مړه کړي دي.

همدغه راز د کروناویروس له کبله د ایلونای په ایالت کې شاوخوا ۹۵۰ او د کلفورنیا په ایالت کې ۸۹۰ کسان مړه شوي دي.

کروناویروس په پنسلوانیا کې هم چې نیویارک او نیو جرسي ته نژدې ده، څه باندې ۵۰۰ کسان مړه کړي‌ دي. واشنګټن ډي سي ته نژدې د ویرجینا په ایالت کې بیا څه باندې ۱۴۰ کسان د کرونا له کبله مړه شوي دي.

د کرونا له کبله د امریکا په متحدو ایالتونو کې تلفات ورځ په ورځ زیاتیږي.

په امریکا کې د کروناویروس لومړۍ پېښه د روان کال د جنورۍ په ۲۰ نېټه ثبت شوه او دا مهال پکې څه باندې ۶۷۰زره کسان په دغه ویروس اخته دي.

امریکا په نړۍ کې تر ټولو ډېر تلفات لري او د کروناویروس مرکز بلل کیږي.

تر دې دمه څه باندې ۵۶زره امریکایان چې په دغه ویروس اخته وو بېرته ښه شوي او رغېدلي دي. تراوسه پورې شاوخوا ۳.۴ میلیون نورو امریکایانو ځانونه د کروناویروس لپاره معاینه کړي دي.

کروناویروس په لومړي ځل د چین د هوبي ایالت د ووهان په ښار کې خپور شوی چې دا مهال د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو او سیمو ته رسیدلی، څه باندې ۱۴۶زره کسان یې مړه کړي او تر ۲ میلیونو زیات کسان پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG