د لاس رسي وړ اتصالات

په کرونا د اخته کسانو شمېر تر دوه میلیون واوښت


کرونا تر ټولو ډېر کسان په امریکا کې مړه کړي دي
کرونا تر ټولو ډېر کسان په امریکا کې مړه کړي دي

په داسې حال کې چې په نړۍ کې په کروناویروس د اخته کسانو شمېر تر دوه میلیون زیات شو، هند، فرانسې او ناجریا ګرځبندیزونه نور هم وغځول.

د هند صدراعظم نریندرا مودي‌ وویل چې په هېواد کې به یې ګرځبندیز د مۍ تر درېیمې پورې وي. د فرانسې صدراعظم ایمانویل مکرون بیا د مۍ تر ۱۱ پورې او د ناجریا حکومت د ګرځبندیز موده دوې اونۍ نوره هم وغځوله.

د کرونا له کبله په نړۍ کې د انسانانو تلفات ورځ په ورځ زیاتیږي‌ او دا مهال دغه ویروس د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې خپور شوی دی.

د جانز هاپکنس پوهنتون د معلوماتو له مخې د سه شنبې اپریل۱۴ (وري ۲۶) تر سهار پورې دغه ویروس په نړۍ کې ۱۲۰۸۶۳ کسان مړه کړي دي.

دا مهال د امریکا متحده ایالتونه د کرونا ویروس اصلي مرکز بلل کیږي او د بل هر هېواد په پرتله په امریکا کې ډېر کسان مړه شوي دي. کرونا په امریکا کې تر دې دمه ۲۳۶۴۹ مړه کړي‌او څه باندې ۵۸۰ زره نور په دغه ویروس اخته دي. په نیویارک کې تر ټولو ډېر ۷۳۴۹ کسان مړه شوي‌دي.

په نړۍ کې ايټالیا دویم هېواد دی چې د کرونا له کبله ډېر تلفات لري. دغلته تر دې دمه ۲۰۴۶۵ کسان مړه شوي‌ او نژدې ۱۶۰زره نور پرې اخته دي.

اسپانیا په اروپا کې دویم او نړۍ کې درېیم هېواد دې چې کرونا په کې ډېر کسان ۱۸۰۵۶ مړه کړي‌ دي او څه باندې ۱۷۲زره نور پرې اخته دي.

فرانسه او برتانیا په ترتیب سره په اروپا کې درېیم او څلورم هېوادونو کې راځي چې کرونا په کې ډېر کسان مړه کړي. کرونا په فرانسه کې ۱۴۹۸۶ او په برتانیا کې ۱۱۳۴۷ کسان مړه کړي دي.

دا ویروس د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم کسان مړه کړي دي. د افغانستان په ګاونډ ایران کې ۴۵۸۵ کسان مړه شوي دي. په ترکیه کې بیا ۱۲۹۶ کسان مړه شوي دي.

دا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي د ووهان په ښار کې خپور شو. چینايي چارواکي وایي کرونا په هغه هېواد کې تر دې دمه ۳۳۴۵ کسان مړه کړي دي، خو راپورونه وايي ښايي د تلفاتو شمېر تر هغه ډېر زیات وي چې چینايي چارواکي یې ښيي.

له دې هر څه سره سره تر دې دمه ۲۹۴۶۷۳۰ کسان چې په کرونا اخته وو، بېرته رغېدلي‌او ښه شوي دي.

XS
SM
MD
LG