پولیسو د امریکا کانګریس ودانۍ سره نږدې د ګواښونو له وجې امنیتي تدابیر ډیر کړي
د امریکا په پایتخت واشنګټن ډي سي کې پولیسو وروسته تر هغه د کانګریس ودانۍ مخې ته امنیتي تدابیر ډیر کړل چې د استخباراتي رپوټونو له مخې احتمال لري د ملیشو یوه ډله یو ځل بیا د کانګریس ودانۍ ته د ننوتو هڅه وکړي.
د پایتخت د پولیسو ریاست په اعلامیې کې راغلي چې د کانګریس ودانۍ د خوندیتوب لپاره یې د شاوخوا لارو نه کټارې تاوې کړي او د امنیتي کسانو شمیر یې هم ډیر کړی دی. په اعلامیې کې ویل شوي، " د سیمه ایزو، ایالتي او فدرالي همکارانو سره په ګډه د کانګریس ودانۍ ته د ګواښونو مخه نیسو".
په تاریخي لحاظ د مارچ د میاشتې ۴مه نیټه په امریکا کې د جمهوري ریاست د واک د بدلیدو نیټه ده خو دا نیټه په ۱۹۹۳ کې بدله شوه او اوس د جنوري د میاشتې په ۲۰ مې نیټې واک د یوه جمهور رئیس نه بل ته سپارل کیږي.
نن پنجشنبه د مارچ څلورمه (کب۱۴) سره برابره ده. د ښي اړخ د توطیې نظر دا دی چې د امریکا پخوانی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ به نن بیا واک تر لاسه کوي.
د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې یا ایف بي او د کورني امنیت وزارت په ګډ استخباراتي بیان کې سیمه ایزو امنیتي چارواکو ته خبرداری ورکړی و چې د افراطي ملیشو یوې ډلې پدې هکله خبرې کړي چې خلک وهڅوي واشنګټن ته سفر وکړي او د کانګریس د ودانۍ کنټرول په لاس کې واخلي.
د کانګریس د ودانۍ د خوندیتوب لپاره د پولیسو تر څنګ د ملي ګارډ پوځیان هم ګمارل شوي.
د تازه ګواښونو له وجې د استازو مجلس نن د پنجشنبې د ورځې غونډې لغوه کړي.
د همدې روان کال د جنوري د میاشتې په ۶ مه نیټه چې د کانګریس غړیو د انتخاباتي کالج د رایو د تصدیق لپاره غونډه درلوده، د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ زرګونو پلویانو د کانګریس په ماڼۍ هجوم یوړ او د پولیسو د یو افسر په ګډون ۵ کسان په اخ او ډب کې مړه شول.
د امریکا د عدلیې وزارت د دې اړ او دوړ په تړاو ۳۰۰ کسان تورن کړي.