د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن حکومت د نوي مالي کال لپاره د ۱.۵ ټریلیون ډالرو بودیجې غوښتنه کړې. په نوې بودیجې کې ۷۶۹.۴ میلیارد ډالر غیرې دفاعي او ۷۵۳ د دفاعي چارو لګښتونو ته ځانګړې شویدي.
د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د حکومت برعکس د ښاغلي بایډن د حکومتي لګښتونو په بودیجه کې ډیرې پیسې د دفاع پر ځای روغتیا، پوهنې او د ټولنیزو خدمتونو چارو ته بیلې شوي.
د حکومتي لګښتونودا بودیجه د ۲۰۲۲ مالي کال لپاره غوښتل شوې.
حکومت وایي ځکه یې د غیرې دفاعي چارو لپاره پیسې ډیرې ځانګړې کړي چې د کرونا ویروس له وجې ټولنې ته اوښتي زیانونه جبران شي او د راتلونکو کالونو لپاره داسې ټولنه جوړه شي چې ټولو ته پکې برخه ورکړل شوي و.
د امریکا د خزانې وزیرې جینیټ یلین په یوې اعلامیې کې ویلي چې د جمهور رئیس د بودیجې په غوښتنې کې عدالت ته پام شوی.
په اعلامیه کې راغلي، " په بودیجه کې ټولنو ته د سرمایې غوښتنه شوې چې هلته یې تر لاسه کول ګران وي. د میلونونو امریکایانو لپاره د مالیې ورکولو پروسه آسانه شوې او دا پکې یقینې شوې چې شرکتونه باید څومره چې مناسب وي، هماغومره مالیه ورکړي. "
د امریکا په متحده ایالاتو کې جمهور رئیس هر کال د خپلې ادارې د لومړیتوبونو پر بنا، د حکومتي لګښتونو لپاره د بودیجې غوښتنه کوي او کانګریس یې باید منظوره کړي.
د جمهور رئیس جو بایډن د حکومتي لګښتونو په بودیجه کې د امریکا د مالیې راټولولو ادارو ته ۱۰ په سلو کې د بودیجې د زیاتیدو غوښتنه شوې تر څو دا ادارې د هغو شرکتونو او افرادو سره د مالیې د راټولولو چارې بهتره کاندي چې لوړ عاید لري.
د امریکا د کانګریس د استازو او سنا په مجلس کې دیموکراتان اکثریت دي او د ښاغلي بایډن د حکومتي لګښتونو په بودیجې به غور کوي.
کانګریس همدارنګه د جمهور رئیس بایډن د هغو دو ټریلیون ډالرو په لایحې کار کوي چې په امریکا کې کار روزګار د پیدا کولو او زیربناوو د عصري کیدو لپاره بیلې شوي.