د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ۵ کالونو څخه کم عمرو ماشومانو ته د کرونا ضد واکسین کول منظور کړل


په متحده ایالاتو کې د روغتیایي چارو مسؤلینو پنځه کلنو او تر پنځو کالو کم عمره ماشومانو ته د فایزر او مودیرینا د کرونا ضد واکسینونو کول منظور کړل.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن دا اقدام د کرونا وبا سره د مبارزې په برخې کې "تاریخي اقدام" وباله.

متحده ایالات په نړۍ کې لومړنی هیواد شو چې د ماشومانو لپاره د (mRNA) په نامه د واکسین کول منظوري. دا واکسین آن شپږ میاشتینو ماشومانو ته هم کیدلی شي.

د متحده ایالاتو د خوراکي موادو او دارو درملو ادارې د جمعې په ورځ د وړو ماشومانو لپاره په اضطراري حالت کې د دې واکسین کول منظور کړي و. دې ادراې پخوا ویلي و چې د کرونا ضد واکسین یوازې هغو ماشومانو ته کیدلی شي چې عمرونه یې د پنځو کالونو څخه پورته وي.

د پنځو کالونو څخه کم عمرو ماشومانو ته د کرونا ضد واکسین کولو اجازه باید چې د متحده ایالاتو د ناروغیو د وقایې او کنټرول مرکز ورکړې وه چې د دې ادارې چارواکو شنبه جون ۱۸ (غبرګولي۲۸) دا کار وکړي.

په امریکا کې د روغتیایي چارو د دې تر ټولو سترې ادارې مشرې روشل والنسکي د دې واکسینونو د منظورۍ په هکله په اعلامیې کې ویلي، " مونږ پوهیږو چې په میلونونو مور او پلار او د روغتیایي خدماتو کار کوونکي لیوال دي چې واړه ماشومان یې واکسین شي او د نننۍ پریکړې له کبله به هغوي دا کار وکړی شي".


وروسته تر هغه چې د خوراکي موادو او دارو درملو ادارې د دې واکسین منظوري ورکړه، د امریکا حکومت ټول هیواد ته میلونونونه ډوزه واکسین وویشه چې روغتیایي مرکزونه یې وړو ماشومانو ته ولګوي.

د امریکا جمهور رئیس ژمنه کړې چې والدین کولی شي راتلونکې اوونۍ په روغتونونو ، کلنیکونو، فارمسیو او د ډاکټرانو په دفترونو کې د خپلو وړو ماشومانو د واکسین کیدو لپاره وخت ونیسي.
ښاغلي بایډن په اعلامیې کې دا واکسین خوندي او په لوړه کچه ګټور بللی او دا یې په هیواد کې د ټولو والدینو لپاره د آرامۍ او لمانځنې ورځ بللې.

XS
SM
MD
LG