د لاس رسي وړ اتصالات

د ویزو بهیر کې ځنډ د امریکا د بشري مرستو د ویزو غوښتونکي افغانان اندېښمن کړي


د ماساچوست په ایالت کې یوه افغانه کډواله چې نه غواړي مخ یې وښودل شي.
د ماساچوست په ایالت کې یوه افغانه کډواله چې نه غواړي مخ یې وښودل شي.

په افغانستان باندې د طالبانو له مسلط کېدلو وروسته په زرګونو افغانانو د بشري د لیلونو له امله په امریکا کې د لنډ مهاله اوسېدو لپاره د ویزې غوښتنې سپارلې دي، خوتر اوسه د دغو ویزو یو محدود شمیر منظور شویدي.

د امریکا د تابعیت او مهاجرت د فدرالي ادارې (USCIS) چارواکي وايي اته ویشت زره (۲۸۰۰۰) افغانانو د بشري دلیلونو له امله په امریکا کې د لنډمهالې اوسېدنې یا Humanitarian Parole ویزو ته غوښتنې سپارلې دي، چې له سلو کمې یې منل شویدي.

په امریکا کې د دغو ویزو د غوښتونکو د کورنیو غړي او خپلوان اود کډوالو د ملاتړ یو شمیر امریکايي ډلې وايي د ویزو د پروسس دغه سست بهیر، د دوی خوندیتوب ګواښوي او د طالبانو تر تسلط لاندې افغانستان کې دوی له نامعلوم برخلیک سره مخامخ کوي.

د ماساچوست په ایالت کې یوه افغان مهاجره چې د امنیتي دلایلو له امله نه غواړي نوم یې واخیستل وایي، هڅه کوي چې د دغې ویزې له لارې خپله خور، تره او کورنۍ یې امریکا ته راولي.

هغه وايي کور یې طالبانو وران کړی او خپلوان یې د دوی له خوا ځکه ګواښل کیږي چې د دوی یوه خپلوان په پخواني افغان حکومت کې په لوړه څوکۍ کار کاوه.

د ماساچوست د ایالت د نیو انګلند په نړیوال انستتیوت کې د کډوالو د چارو یوه وکیله چیارا سنت پیري وايي د دغو ویزو د منلو کراره پروسه ستړې کوونکې ده، ځکه د دوی کورنیو او خپلوانو د دغو ویزو د پروسس کولو لپاره په زرګونو ډالرو فیس ورکړی.

د بشري دلیلونو له امله د لنډ مهاله اوسېدو د ویزې د غوښتنې د سپارلو فیس ۵۷۵ امریکايي ډالره دی، د کډوالو د ملاتړ فعالان وايي په دې توګه د امریکا د تابعت او مهاجرت ادارې (USCIS) یواځې په څو تیرو میاشتو کې په میلیونو ډالرو فیس اخیستی دی.

د کډوالو د چارو کارپوهان وايي د دغو ویزو په پروسس کې د ځنډ یو لامل دادی چې د ویزې له غوښتونکي سره باید مخامخ مرکه (Interview) وشي او هر غوښتونکی باید له افغانستان څخه بهر یو بل هیواد ته چې د امریکا سفارت هلته قنسلي خدمتونه وړاندې کوي، سفر وکړي.

امریکايي چارواکي خبرداری ورکوي چې دغه پروسه به څو میاشتې نور وخت هم ونیسي او د دې تضمین هم نشته چې له مرکې وروسته به د دغې ویزې غوښتونکي ته ویزه ورکړل شي.

د بشري دلیلونو له امله د لنډې مودې لپاره امریکا ته د راتګ ویزه، په دغه هیواد کې د دایمي استوګنې لپاره لاره نه پرانیزي او نه هم د دغې ویزې درلودونکي ته په امریکا کې د اوسېدونکي کډوال حیثیت ورکوي.

( Humanitarian Parole) ویزه چاته ورکول کیږي؟

دا ویزه د هغو بهرنیانو لپاره په پام کې نیول شوېده چې د مهاجرت، پناه غوښتنې او د ویزو له نورو دودیزو لارو امریکا ته نشي راتللی، خو دې ته ضرورت لري، چې ژر ترژره له خپل متبوع هیواد څخه ووځي.

په دې ډول کسانو کې هغه ناروغان چې غواړي چې د درملنې لپاره امریکا ته راشي، سیاسي او ټولنیز فعالان، پوهان، د بشري حقونو کارکونکي او نورکسان شامل دي.

د بشري دلایلو له امله امریکا ته د راتګ د غوښتونکو افغانانو د ویزو د پروسس کولو په بهیر کې دغه ځنډ په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې له اویا زرو ۷۰۰۰۰ زیات افغان کډوال لا دمخه له افغانستان څخه د پوځي‌ تخلیې په پروسه کې بهر لېږدول شویدي.

Two kids walk next to tents at the Ramstein U.S. Air Base in Ramstein, Germany, Monday, Aug. 30, 2021. The largest American military community overseas houses thousands Afghan evacuees in a tent city at the airbase. (AP Photo/Matthias Schrader)
Two kids walk next to tents at the Ramstein U.S. Air Base in Ramstein, Germany, Monday, Aug. 30, 2021. The largest American military community overseas houses thousands Afghan evacuees in a tent city at the airbase. (AP Photo/Matthias Schrader)

د دغو افغانان ډیر شمیر امریکا ته رارسېدلي او د پوځ په اډو کې د امریکا په بیلابیلو برخو کې د میشت کېدو لپاره د لنډ وخت لپاره ساتل کیږي. له دغې شمیرې ۲۰۰۰ زره کسان لاتراوسه هم د امریکا له خاورې بهر، دي او د امنیتي سابقې له ارزونې وروسته به امریکا ته راوستل شي.

خو د کډوالو د ملاتړ فعالان وايي د امریکا د تابعت او مهاجرت د چارو ادارې (USCIS) په هغې پریکړې نیوکه کوي چې له مخې یې دغې ادارې د بشري دلایلو له امله د هغو ویزو پروسس کولو ته لومړیتوب ورکړی چې غوښتونکي افغانان یې، له افغانستان څخه د باندې ژوند کوي. دوی وايي د کډوالو د ادارې دغه کار د دغې ویزې له هدف سره چې له ګواښ سره مخ کسانو سره مرسته کول دي، په ټکر کې دی.

په نیویارک کې له کډوالو سره د مرستې یوه اداره وايي د بایډن اداره باید، په افغانستان کې د ښځو، نجونو، همجنسبازانو، دیني لږه کیو، د بشري حقونو د فعالانو او له ګواښ سره مخامخ نورو ډلو د امنیتي سابقې د ارزولو یوه لاره پیداکړي، چې له افغانستان څخه یې ژر وباسي او ویزې یې بل ځای پروسس کړي.

په تکزاس کې میشتې د کډوالو د ملاتړ د یوې حقوقي ادارې مسئولین وايي، د امریکا د کډوالو د چارو اداره باید د ویزو د پروسس دغه ورو بهیر، د ویزو د غوښتونکي او مالي تضمین کوونکي د مالي اسنادو د کتنې د اړتیا په لغوه کولو سره چټک کړي، ځکه د امریکا کانګرس د یوه قانون په منظورولو سره افغان کډوالو ته اجازه ورکړې چې د فدرال حکومت له مرستو برخمن شي.

د امریکا د تابعیت او مهاجرت د ادارې ( USCIS) یوې ویاندې وویل، اداره یې د دغې ستونزې د حل لپاره د کارکونکو په زیاتولو کار کوي.

دغې ادارې د بشري دلیلونو له امله په امریکا کې د لنډ مهاله اوسېدو د ویزو د غوښتونو د پروسس کولو لپاره ۴۴ نور کارکونکي هم روزلي دي.

د اکټوبر د میاشتې تر نیمايي پورې د ویزو دغه پروګرام یواځې شپږ کسه کارکونکي لرل.

XS
SM
MD
LG