د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: د بلخ د والي لانجه باید ژرترژره ختمه شي


سپینه ماڼۍ وایې چې د بلخ ولایت د واک پر سر "روانه شخړه" له نږدې څاري او د چټک هواري غوښتنه یي کوي.

د امریکا د ولسمشر دونالډ ټرمپ دفتر د چهارشنبې په ورځ [جنورۍ ۲۴] یوه اعلامیه خپره کړه او له ټولو خواوو یې وغوښتل چې "ژرترژره او په سوله ایز ډول نوي والي ته د واک د لیږلو پر سر شخړه هواره کړي."

د سپینې ماڼۍ اعلامیه زیاتوي "ددې مسلې په حل کې تاوتریخوالي ته ځای نشته".

په اعلاميې کې دغه راز راغلي چې د روانې لانجې د حل لپاره "هیڅ یوې ډلې لپاره ددې ځای نشته چې د افغانستان د ګټو پرځای خپلې ګټې مخ ته کړي."

تردې وړاندې د ولسمشر ټرمپ مرستیال مایک پنس له ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوې ټلیفوني خبرو کې "په بلخ کې د واک په سوله ییز لیږد" ټینګار کړی و.

د افغانستان ولسمشر څو اونۍ وړاندې د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور استعفا ومنله، خو ښاغلی نور د ولسمشر پریکړه نه مني.

عطا محمد نور تازه ویلي دي چې "استعفا مې د غني او عبدالله له استعفا سره تړلې ده." ښاغلی عطا چې د اسلامي جمعیت د ګوند اجرايي مشر هم دی خبرداری ورکړی چې که روانه لانجه د خبرو له لارې حل نشي، نو ګوند به یې له نورو لاروچارو مخ وانړوي.‌

XS
SM
MD
LG