په متحده ایالاتو کې د سپتمبر یوولسمې د بریدونو د ۲۱مې کلیزې په مناسبت پرون یکشنبه، ددغه هېواد په ډیرو ښارونو کې خلکو د ګلانو د ګېډیو په ايښودلو، شمعو بلولو او نورو مراسمو کې ددې بریدونو د قربانیانو یاد تازه کړ.
په نیویارک کې د ولسمشر مرستیالې کاملا هریس او د هغې میړه ډګ ایمهوف په هغه یادګاري ودانۍ کې په مراسمو کې ګډون وکړ چیرته چې یو وخت د سوداګرۍ د نړیوال مرکز دوه دنګې ودانۍ ولاړې وې.
د سپتمبر په ۱۱مه دغه دوه برجونه وروسته له هغه ړنګ شول چې دوه تښتول شوې الوتکې ورسره وجنګول شوې.
کورنیو د قربانیانو نومونه په لوړ غږ ولوستل او د نږدې ۳۰۰۰ وژل شویو کسانو په یاد یې د یوې شېبې لپاره چوپتیا اختیار کړه.
د ډیان مسارولي میړه، په دغو قربانیانو کې شامل دی. هغه د نړیوال سوداګریز مرکز د شمالي برج په ١٠١ پوړ کې کار کاوه.
ډیان وايي، مېړه یې خواري کښ او ښه انسان و. ډیان له هغه راهیسې هر کال د خپل مېړه په یاد په نیویارک کې د سپتمبر ۱۱مې د کلیزې مراسمو ته راځي.
د پنسلوانیا ایالت په شانکسویل کې چیرې چې د ٩٣ نمبر الوتنې الوتکه راغورځېدلې وه او ګڼ شمېر کسان پکې وژل شوي وو، اوس د ملي یادګار څلی جوړ شوی.
لومړۍ میرمن جیل بایډن په دغه ځای کې جوړو شویو مراسمو ته ورغلې وه. مېرمن بایډن د الوتکې د هغو مسافرو سرښندنه یاده کړه چې د تښتول شوې الوتکې پیلوټ یې د الوتکې راښکته کولو ته مجبور کړ او پر واشنګټن باندې یې د برید پلان شنډ کړ.
مېرمن بایډڼ وویل: " څنګه چې موږ په دې سپېڅلې خاوره ودرېږو، زموږ د ټولو د شریک غم سابقه او د هغه یادونو یادگار دی چې هره ورځ زموږ په زړه کې وي. دا هغه مسیر دی چې موږ یې باید پرمخ یوسو. هیله ده چې کرکه ختمه کړي او ځای یې او زموږ ښې اړیکې ونیسي چې موږ یو ځای ساتي".
ولسمشر جو بایډن د یکشنبې په ورځ په پنټاګون کې د ګلونو ګېډۍ کېښوده. دلته هغه ١٨۴ کسان ښخ دي چې ۲۱ کاله دمخه د پنټاګون ودانۍ له څنګ سره د تښتول شوې الوتکې د جنګېدو په پېښه کې وژل شوي وو.
ښاغلي بایډن د وژل شویو کسانو د کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې متحده ایالات به د راتلونکو بریدونو په وړاندې تیار او هوښیار اوسي.
بایډن وویل: "هیڅ ترهګر نشي کولی د امریکا اساس ته لاس وروړي. او دا په موږ پورې اړه لري چې دا د ټولو هغو کسانو په استازیتوب خوندي وساتو چې موږ ٢١ کاله دمخه له لاسه ورکړل. د ټولو هغو کسانو په استازیتوب چې د هغه راهیسې یې خپل ځانونه د دې ملت لپاره قربان کړي دي. دا زموږ د ټولو دنده ده".