د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو پیشنهادي اعلامیه: د طالبانو اسلامي امارت د منلو نه دی


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي په پام کې لري چې یوه اعلامیه خپره کړي او په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه وکړي.

په دغې مسودې کې به خبرداری ورکول کیږي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا به په افغانستان کې د «طالبانو د اسلامي امارت بیا راتګ» ونه مني او د زور له لارې واکمنېدونکی هېڅ ډول حکومت به په رسمیت ونه پېژني.

د اسوشیتدپرس د راپور په اساس په دغې اعلامیې کې به په لویو ښارونو او بازارنو باندې د طالبانو بریدونه په کلکه وغندل شي.

په اعلامیې کې به همدغه راز له طالبانو غوښتل کیږي چې له ځنډ پرته مذاکراتو ته وروګرځي چې ښځې هم په کې برابر ګډون ولري او د «واقعي، همه شمول او پایدار» سیاسي توافق لپاره دې چټک پرمختګ وکړي.

د امنیت شورا دپلوماتانو، چې خپل نومونه یې نه دې اخیستي، ویلي دي چې تر دې دمه ۱۵ غړو د دغې مسودې په اړه کومه تبصره نه ده کړې. ناروې او استونیا دا مسوده ترتیب کړې ده.

د راپورونو په اساس وسله والو طالبانو په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ ولایتونه او یا د ولایتونو مرکزونه نیولي دي.

XS
SM
MD
LG