د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د شمالي کوریا د مزایلو د وروستي آزمایښت په اړه غونډه کوي


یوې ډيپلوماتیکې سرچینې ویلي ټاکل شوېده د ملګرو ملتونو امنیت شورا د راتلونکې دوشنبې په ورځ د تړلو ورونو تر شاه د هغه څه په اړه چې شمالي کوریا ویلي هایپرسونیک توغندي یې ازمایلي، بحث او خبري اتري وکړي.

دغې سرچینې د پنجشنبې په ورځ جنوري ۶ (مرغومي ۱۶) وویل دا غونډه د امنیت شورا د پنځو غړو له ډلې د دریو غړو متحده ایالتونو، فرانسې او بریټانیا او همدارنګه د ایرلنډ او البانیا په غوښتنه بلل شوې ده.

په ۲۰۱۷ کال کې وروسته له هغه چې شمالي کوریا اټومي مزایل وازمایل، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رایو په اکثریت سره پر هغه هیواد د اقتصادي بندیزونو درې مجموعې ولګولې، کوم چې یاده شورا ډیر کم په مسایلو داسې کلي توافق کوي.

یوه دیپلومات ویلي، د دوشنبې له غوندې وروسته د کومې مشترکې اعلامیې توقع نشي کیدای، خو یوې بلې سرچینې څرګنده کړې امکان لري چې بیانیه له غوندې مخکې او یا هم وروسته خپره شي.

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ د چهار شنبې په ورځ جنوري ۵ راپور ورکړ چې دا توغندی د غږ تر سرعته ګړندی وو او ویې کړای شول په ۷۰۰ کیلومتره واټن کې تعین شوی هدف په نښه کړي، خو دا یې روښانه نکړه چې یاد مزایل له کومې سیمې وتوغول شو.

د یاد راپور په حواله، دې ازمایښت د پیونګ یانګ نوې وړتیا ښکاره کړه، ځکه کوپړۍ له مزایل څخه تر جلا کیدو وروسته، د ۱۲۰ کیلومتره واټن په وهلو سره، هدف په دقیق ډول وویشت.

دا دویم توغندی وو چې شمالي کوریا یې په تیرو څو ورځو کې د توغول کیدو راپور ورکړ، هغه هیواد د تیر کال په سپتمبر میاشت کې هم یو ورته توغندی ازمایلی وو.

د امریکا متحده ایالت، جاپان او کاناډا د هغو هیوادونو په ډله کې وو چې ډیر ژر یې د شمالي کوریا د چهار شنبې د مزایلو ازمایښت وغانده.

دغو هیوادونو وویل چې د شمالي کوریا وروستي اقدام د امنیت شورا څو پریکړه لیکونه نقض کړي او دا نه یوازې سیمې بلکې د نړۍ امنیت ته تهدید ګڼل کیږي.

پیونګ یانګ استدلال کوي چې د هیواد د وسلو د ټکنالوژۍ د دوامداره پرمختګ هدف یې د امریکا د احتمالي برید په اړه د ځان د دفاع لپاره ضروري دی.

XS
SM
MD
LG