د لاس رسي وړ اتصالات

د ملگرو ملتونو پلاوي د برما له پوځ سره د اړیکو د شلولو غوښتنه کړې


د ملگرو ملتونو د حقیقت موندنې یو پلاوي چې د برما په پوځ باندې د بشري حقونو نه د پراخو سرغړونو تورونه پلټي د نړۍ له هیوادونو غوښتي چې د میانمار (برما) له پوځ سره خپلې ټولې اړیکې وشلوي.

دغه پلاوي د سه شنبې په ورځ (می ١۴) د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د برما د اقلیت روهینگیایي مسلمانانو د کړکیچ د حل کولو په برخه کې هیڅ پرمختیا نده شوې.

په اعلامیه کې راغلي دي "د هغه تاوتریخوالي په دلیل چې دمخه شوي دي او اوس هم دوام لري د میانمار د پوځ سره سیاسي، اقتصادي او مالي اړیکو ته پام وشي، تر څو ولیدل شي چې کوم کسان باید په نښه شي چې وکولای شو د هغه څخه د فشار د یوې وسیلې او د تاوتریخوالي د کمیدو لپاره استفاده وکړو."

د ملگرو ملتونو ددغه پلاوي رپوټ وایي ترلاسه شوي شواهد ښیي چې د برما پوځ پدغه هیواد کې د میشتو لږکیو ډلو په وړاندې له "بیرحمۍ" نه کار اخلي. دغه پلاوی همداشان د برما پوځ د بشري حقونو نه په سرغړونو تورن کړی دی.

د برما حکومت دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې ددې هیواد امنیتي ځواکونه پر هیڅ یو ملکي کس باندې برید نه دی کړی او یواځې د روهینگیایي یاغیانو د حملو پر وړاندې یې غبرگون ښودلی دی.

د ملگرو ملتونو د سازمان مقاماتو دمخه په برما کې د اوسیدونکو اقلیتونو په وړاندې ددې هیواد د پوځ چلند "قومي تصفیه" او "نسل وژنه" گڼلې وه.

امریکا د برما پر امنیتي ځواکونو باندې بندیزونه لگولي دي او بریتانیا هم ددې هیواد سره یو شمیر مرستې بندې کړې دي.

خو ملگرو ملتونو د نړۍ له حکومتونو غوښتي چې د برما له پوځ سره خپلې اړیکې وشلوي. دا پداسې حال کې دي چې هیڅ یو عمده غربي هیواد د برما له پوځ سره مستقیمه مرسته نه کوي، خو د برما پوځ په یو شمیر شرکتونو کې غیر پوځي اسهام لري او په ځینو مواردو کې غربي هیوادونه ددغو شرکتونو سره معاملې لري.

XS
SM
MD
LG