د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو عمومي منشي اوکراین کې د جنګي جرمونو په پلټنو کې د روسیې همکاري وغوښته


د ملګرو ملتونو عمومي منشي په مسکو کې د هغه هیواد د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره تر کتلو وروسته نن پنجنشبنې اپریل ۲۸ (غوایي۸) په کیف کې د جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي سره وکتل.

انټونیو ګوتریش د اوکراین د پلازمینې کیف تر څنګ د بوچا ښار ته هم ولاړ. پدې ښار کې د روسیې د عسکرو تر وتلو وروسته د عامو خلکو مړي په لارو کوڅو کې د کثافاتو په څیر اچول شوي و.

پدې ښار کې د عامو خلکو مړیو پیدا کیدل د دې سبب شول چې یو شمیر هیوادونو او نړیوالو ادارو ممکنه جنګي جرمونو په هکله د پلټونو غوښتنه وکړله. د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم په روسیې غږ وکړ چې د جنګي جرمونو د نړیوالې محکمې سره دې په پلټونو کې همکاري وکړي.

ښاغلي ګوتریش وویل، " زه د جنایي جرمونو د نړیوالې محکمې (آی سي سي) بشپړ ملاتړ کوم او د روسیې د فدراسیون څخه غواړم چې پلټنې ومني او د آی سي سي سره همکاري وکړي".

خو د دې نړیوال سازمان مشر زیاته کړه چې تر ټولو ستر جنګي جرم پخپله جګړه ده.

انټونیو ګوتریش په اوکراین کې وویل چې غواړي بشري مرستې لا پراخې او د جګړې د سیمو څخه د ملکیانو ایستل خوندي کړي. هغه وایي چې پدې هکله یې د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین او د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره هم په مسکو کې خبرې کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي پداسې حال کې اوکراین ته تللی چې د دې هیواد چارواکي د روسیې د انرژۍ په سکتور د بندیزونو غوښتنه کړې.

سره لدې چې یو شمیر اروپایي هیوادنو وار د مخه د روسیې څخه د تیلو او طبیعي ګازو وارودل یا کم کړي او یا یې په بشپړه توګه بند کړي خو د اوکراین د جمهور رئیس سلاکار میخایلو پودولیاک ویلي چې د روسیې څخه د ګازو او تیلو نه واردول یوه اخلاقي موضوع ده.

XS
SM
MD
LG