د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: په یمن کې ۱۶۱ زره کسان د قحطۍ سره مخ دي


په یمن کې د ۲۰۱۴ کال راپدیخوا د یاغیانو او حکومت تر منځ جګړه روانه ده. سعودي د حکومت او ایران د یاغیانو ملاتړ کوي.
په یمن کې د ۲۰۱۴ کال راپدیخوا د یاغیانو او حکومت تر منځ جګړه روانه ده. سعودي د حکومت او ایران د یاغیانو ملاتړ کوي.

تر لسو ډیرو د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو خیریه موسسو دوشنبه مارچ ۱۴(کب۲۳) خبرداری ورکړ چې په جګړه ځپلي یمن کې ښایي د روان میلادي کال په دویمې نیمایي کې ۱۶۱ زره کسان د قطحۍ سره مخ شي.

ملګرو ملتونو دا جدي خبرداری پداسې حال کې ورکړی چې ټاکل شوې د چارشنبې په ورځ دا نړیوال سازمان د بسپنې راټولولو کلنۍ غونډه جوړه کړي.

د (IPC) اداره چې د پنځلسو ملګرو ملتونو او نړیوالو بشري مرستندویه سازمانونو څخه جوړه ده په یمن کې بشري فعالیت کوي او اروپایي اتحادیه، د نړیوال پرمختګ لپاره د متحده ایالاتو مرستندویه اداره (USAID) او د بریتانیا مرستندویه اداره (UKAID) ورسره مالي مرستې کوي.

دغه اداره په جګړه ځپلو سیمو کې د خوراکي موادو مصؤنیت څاري او اندازه یې اخلي. د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام مشر ډیوډ بیسلي په نړۍ د عاجلو مالي مرستو غږ وکړ چې د پیښیدونکي ناورین مخه ونیول شي او ملیونونه کسان وژغورل شي.

هغه وویل، " دا کړوونکي ارقام تائیدوي چې په یمن کې ناورین پیښیدونکی دی او مونږ یې د مخنیوي لپاره تقریباً هیڅ وخت نلرو".

د (IPC) په راپور کې چې په یمن کې د خلکو د وضعیت په هکله یې ترتیب کړی ویل شوي چې پدې هیواد کې د ټولو وګړو څخه چې څه باندې ۳۰ میلیونه کیږي، ښایي ۱۹ ملیونه یې ونشي کړي چې د ۲۰۲۲ د جون څخه د ډسمبر تر میاشتې پورې لږ تر لږه د اړتیا وړ خواړه ولري. پخوا دا ارقام ۱۷.۴ ملیونه ښودل شوي و.

په راپور کې همدرانګه ویل شوي چې په یمن کې ۲.۲ ملیونه ماشومان چې ۵۸۳ زره یې وار د مخه په خوار ځواکۍ اخته دي او ۱.۳ ملیونه میرمنې به د همدې روان میلادي کال تر پایه په حادې سوې تغذیې اخته شي.

د آی پي سي په راپور کې ویل شوي چې په یمن کې د لوږې اصلي دلیل جګړه ده او دا خبرداری هم پکې ورکړل شوی چې په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله به په یمن کې روان ناورین لا خراب شي ځکه چې دیرش په سلو کې واردات یمن ته د اوکراین څخه راځي او دا هیواد په بشپړه توګه په وارداتو متکي دی.

یمن د عربي نړۍ تر ټولو ناداره هیواد دی او په ۲۰۱۴ کال کې هلته د خلکو وضعیت لا خراب شو چې حوثي شعیه یاغیانو په نړیواله کچه د پیژندل شوي حکومت څخه پایتخت صنعا ونیوه او هماغې ورځې راپدیخوا پکې کورنۍ جګړه روانه ده.

د یمن حکومت د یاغیانو د لاسه لومړی د هیواد جنوب او وروسته سعودي عربستان ته وتښتید.

سعودي او د عربو یو ائتلاف په ۲۰۱۵ کال کې په حوثیانو هوایي بمبارۍ پیل کړلې چې کله نا کله یې متحده ایالاتو هم ملاتړ کاوه. د ائتلاف هڅه دا وه چې حوثیان مات او واک بیرته په نړیواله کچه پیژندل شوي حکومت ته وسپاري.

خو جګړه تر نن پورې دوام لري او په یمن کې د نړۍ تر ټولو د ناوړه بشري ناورین سبب شوې.

XS
SM
MD
LG