د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین جګړې امریکا ته نوي راغلي افغانان اغېزمن کړي– مرستندویه موسسې


مرستندویه موسسې وايي ددې کال د فبروري په میاشت کې په اوکراین باندې د روسیې یرغل ته د پام اوښتو امریکا ته د تازه راغلیو افغانانو د ځای په ځای کولو او له دوی سره د مرستې بهیر ټکنی کړی دی.

کیتي اوکالاګان په نیویارک کې د (هارټس اینډ هومز) په نامه له مهاجرینو سره د مرستې موسسه چلوي. دا موسسه د هغو افغانانو د ځای پر ځای کولو سره مرسته کوي چې په خپل هیواد کې د تشدد او جګړو له کبله امریکا ته راغلي دي.

اوکالاګان وايي امریکا ته د تازه راغلیو افغانانو د ځای پر ځای کولو سره د مرستې کچه راټیټه شویده. هغه زیاتوي، له هغو افغانانو هم پام اوښتي چې په افغانستان کې پاته دي، او د امریکا له خوا ورسره ژمنه شوې ده چې ژوند به یې خوندي کوي.

د کنیټیکټ د نیو هیون په ښار کې د افغان میرمنو او ماشومانو لپاره د مرستې د پروګرامونو چلوونکې فرښته ګنجوي هم په اوکراین کې د جګړې اغیزې احساسوي.

مېرمن ګنجوي وايي له موسسې سره یې مرستې کمې شوي دي: "اوس چې مونږ کومو مرستندویه موسسو ته د همکارۍ خواست کوو نو غوښتنه هومره نه منظوریږي. مونږ ته یو مرسته ورکونکي وویل چې هغوی دا وخت په اوکراین کې د جنګ ځپلو سره په مرستو متمرکز دي. اوس دوی افغانستان چې د بشري بحران سره مخ دی، نه ویني".

نوميی سټینبرګ په امریکا کې له مهاجرینو سره د مرستو د یوې موسسې مرستیاله ده. هغه وايي، د اوکراین جګړې نه یوازې د افغان مهاجرو بلکه د سوریې، صومالیا، ایتیوپیا، برما او نورو هېوادونو له کډوالو سره پر همکارۍ هم اغېز کړی دی.

هغه افغان مهاجرین چې په افغانستان کې د طالبانو د واک نیولو وروسته تر اوسه امریکا ته راغلي دي، وایي چې په امریکا کې د هغوی د قانوني اسنادو اخیستلو او دغه ډول نورو ضروري کارونو تر سره کیدو بهیر ورو شوی دی. په افغانستان کې د امریکا قونصلګرۍ د بندیدو له کبله اوس افغانان د خپل ملک نه د مهاجرت ځانګړې ویزو ته عریضې نه شي ورکولی.

سټینبرګ وايي، دا چې د امریکا د مهاجرینو لپاره ځانګړی پروګرام دا مهال څه ډول کار کوي، ښیي چې مونږ په یو وخت کې یوازې په یوې خاصې ډلې تمرکز کوو. هغه وايي، دا باید د مهاجرینو لپاره د ځانګړیو پورګرامونو اصل نه وي او ټولو اړمنو کډوالو ته پام وشي.

هغه افغان امریکایان چې د دې مهاجرینو سره د مرستې دپاره په رضاکار ډول کار کوي، وایي حکومت باید هغه زرګونه مهاجرینو ته چې امریکا ته راغلي، سرپناه برابره کړي.

د مهاجرینو همکاره صفا دلیري د امریکا له کانګرس څخه غواړي چې د افغان مهاجرو د ځای پر ځای کولو لایحه منظوره کړي او د امریکا حکومت له افغانانو سره خپلې ژمنې پوره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امریکاغږ ته ویلي چې هغوی د اوکراین نه د راغلو مهاجرینو تر څنګ د نورو هېوادونو له مهاجرینو سره په خپلو ژمنو ولاړ دي.

XS
SM
MD
LG