د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین د دفاع نوی وزیر: درنو وسلو ته همدا نن اړتیا لرو


د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي تیره اوونۍ رستم عمروف د دفاع نوی وزیر ونوماوه.
د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي تیره اوونۍ رستم عمروف د دفاع نوی وزیر ونوماوه.

د اوکراین نوي ټاکل شوي د دفاع وزیر رستم عمروف شنبه سپټمبر ۹ (وږي ۱۸) د متحدینو څخه پداسې حال کې د نورو درنو وسلو غوښتنه کړې چې د روسي ځواکونو په خلاف د کیف د سختو ځوابي بریدونو عملیات روان دي.

ښاغلي عمروف د اوکراین د متحدینو څخه د وسلو او نورو مرستو د ورکړې قدرداني کړې خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې دې هیواد ته دې نورې درنې وسلې هم ورکړل شي.

هغه ویلي، "مونږ نورو درنو وسلو ته اړتیا لرو، مونږ نن ورته اړتیا لرو او همدا اوس ورته اړتیا لرو".

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي د سپټمبر میاشتې په دریمې نیټې ښاغلی عمروف د پخواني دفاع وزیر اولیکسي رزینکوف پر ځای دې مقام ته وټاکه.

رستم عمروف د کرایمیا د تاتار قبیلې غړی دی او د تیر کال راپدیخوا په اوکراین کې د دولتي جایداد د وجهي صندوق مشر و.

د دفاع وزیر تر څنګ د اوکراین جمهور رئیس هم تیره ورځ خبرداری ورکړی چې د غربي هیوادونو لخوا د وسلو لیږد کې ورو والي د ځوابي برید عملیات د خطر سره مخ کړي او د روسي ځواکونو په شا تمبولو لپاره یې د نورو قوي او اوږده واټن ویشتونکو وسلو غوښتنه کړې.

اوکراین د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د جون په میاشت کې وروسته تر هغه چې د غربي هیوادونو څخه یې ځینې وسلې تر لاسه کړلې، د روسي ځواکونو څخه د هیواد د یو شمیر برخو بیرته نیولو لپاره ځوابي بریدونه پیل کړل خو دا چې د کیف ځواکونه د روسیې د ځواکونو د قوي سنګرونو سره مخ دي، تر اوسه یې په جګړې کې ډیر پرمختګ ندی کړی.

سره لدې لویدیځو هیوادونو ویلي چې د اوکراین د ځوابي برید عملیات په بریالۍ روان دي خو جمهور رئیس زیلینسکي خبرداری ورکړی هر څومره چې د وسلو ورکړه ځنډیږي، هماغومره ډیر خلک زیانمنیږي.

هغه زیاته کړه، "ټولې پروسې چې بندیزونه او د وسلو برابرول پکې شامل دي، پیچلې او ورو شویدي".

د اوکراین د دفاع نوی وزیر پداسې وخت کې د متحدینو څخه د نورو درنو وسلو غوښتنه کوي چې کیف وایي د اټکل له مخې د دې هیواد په ختیځو او جنوبي سیمو کې چې کنټرول یې د روسیې په لاس کې دی، څه باندې ۴۰۰ زره روسي سرتیري پکې ځای پر ځای شویدي.

د اوکراین د استخباراتو ادارې مرستیال د شنبې په ورځ په پایتخت کیف کې په یو کنفرانس کې وویل ، "د روسیې فدارسیون د کرایمیا په ګډون زمونږ په خاورې کې چې کنټرول یې په موقتي توګه د هغوي سره دی، څه باندې ۴۲۰ زره سرتیري ځای پر ځای کړیدي".

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبروري په میاشت کې په اوکراین یرغل وکړ خو د کیف ځواکونو د همدې روان ۲۰۲۳ کال د جون په میاشت کې د هغو سیمو د بیرته نیولو لپاره ځوابي بریدونه پیل کړل چې روسي ځواکونو په دې تیرو دوو کالونو کې نیولي دي.

د ناټو عمومي منشي هم تیره اوونۍ ویلي و چې اوکرایني ځواکونه په دې بریالي شوي چې د روسیې دفاعي لیکې ماتې کړي او د مسکو د ځواکونو پر ضد د ځوابي عملیاتو په برخه کې پرمختګ وکړي.

سټولټنبرګ د اروپايي اتحادیې قانون جوړونکو ته وویل: "اوکرایني ځواکونه ورو ورو مخ په وړاندې ځي. دا پرمختګ زموږ د ملاتړ اهمیت او ددغه ‌ځواکونو څخه د ملاتړ د دوام لپاره زموږ وړتیا او لیوالتیا څرګندوي. "

د ناټو عمومي منشي زیاته کړه، چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د برید پر مهال، روسیې د نړۍ دویم پیاوړی پوځ درلود، خو د نوموړي په وینا، "اوس د روسیې پوځ په اوکراین کې دویم پیاوړی پوځ دی."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG