د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا له خپلو وګړو غوښتي چې له افغانستان څخه ووځي 


د بریتانیا حکومت خپلو هیوادوالو ته سپارښتنه کړې چې د امنیتي دلیلونو په وجه افغانستان ته سفر ونکړي.

په افغانستان کې د بریتانیا سفارت په خپلې ټویټر پاڼه خپور شوي پیغام کې لیکلي: "په افغانستان کې بریتانوي اتباعو ته سپارښتنه کیږي چې د تجارتي لارو څخه وتل ژر تر ژره په پام کې ونیسي."

د بریتانیا د مشترک المنافع او پرمختیا بهرنۍ ادارې ویلي چې ددې سپارښتنې دلیل لوړ امنیتي ګواښونه دي او ددې هیواد اوسیدونکي داسې ونه ګڼي چې دغه اداره به وکړای شي د افغانستان څخه په وتلو کې مرسته وکړي.

دغې ادارې ویلي دي چې پدغه کچه کې بدلون د طالبانو له اعلامیې وروسته رامنځ شوی چې ښایي د مۍ د میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته په افغانستان کې خپل بریدونه زیات کړي.

دغې ادارې ویلي دي چې د افغانستان امنیتي وضعیت نامعلوم دی او د ګواښونو د زیاتیدو امکان شته.

د بریتانیا حکومت ویلي چې هغه هوټلونه او میلمستونونه چې بهرنیان او د افغانستان حکومت ترې ګټه اخلي د ګواښ سره مخامخ دي.

د بریتانویانو څخه غوښتل شوي چې د محلي مقاماتو په لارښونو عمل وکړي.

دا پداسې حال کې دي چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني ویلي دي چې د نړیوالو ځواکونو په وتلو سره به د افغانستان په حالاتو کې بدلون رانشي، ځکه چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه لوړ ظرفیتونه لري.

XS
SM
MD
LG