اتریشي مقاماتو ویلي چې د چهارشنبې په ورځ اګست اوومه (اسد ۱۷) یې په اتریش کې دوه شکمن افراطیان نیولي او داسې ښکاري چې یو یې د مشهورې امریکايي سندرغاړې ټیلر سویفټ په کنسرت کې د احتمالي برید پلان درلود.
د ای بي سي تلویزیوني شبکې د رپوټ له مخې، اصلي شکمن ۱۹ کلن د اتریش د پلازمینې ویانا په سویل ټرنټیتس کې او دوهم یې په پلازمینه کې نیول شوی دی.
د اتریش خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د اتریش د هیواد د وزارت د امنیت عمومي رئیس فرانتس روف، ویلي چې مقامات د احتمالي برید په "لومړنیو اقداماتو" خبر وو.
روف وویل چې دغه ۱۹ کلن ځوان د اسلامي دولت ډلې داعش ته بیعت کړی دی.
ویل کېږي چې دغه ۱۹ کلن کس د انټرنېټ له لارې افراطي شوی دی. روف وویل، ځینې کیمیاوي توکي ترلاسه شوي او چارواکي یې ارزوي. هغه نور جزیات ورنه کړل.
مخکې ویل شوي وو چې ټیلر سویفټ په ویانا کې د پنجشنبې، جمعې او شنبې په ورځو کنسرتونه لري او د دې کنسرتونو لپاره به د امنیتي تدابیرو کچه لوړه شي.
خو د دې خبر له خپرېدو یو ساعت وروسته رسنیو په اتریش کې د ټیلر سویفټ د کنسرتړنړ د لغو کیدو خبر ورکړ.
په تېرو کلونو کې اروپا د "اسلامي دولت" ډلې د پلویانو او غړو له خوا د بېلابېلو ترهګریزو بریدونو ډګر و.
فورم \ دبحث خونه