د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار ولایت کې دوه پولیس په داخلي برید کې وژل شوي دي


ارشیف
ارشیف

د کندهار ولایت یو مقام وایي یو پولیس لږ تر لږه خپل دوه همکار پولیس منصبدار وژلي دي.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي وایي د جمعې د شپې پدغه پیښه کې درې نور پولیس ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا دغه پیښه د کندهار ولایت په لرې پرتې ولسوالۍ راغستان کې شوې ده.

ښاغلي عزیزي ویلي دي بریدگر چې شاوخوا یو کال دمخه د پولیسو لیکو ته راغلی توانیدلی دی چې له سیمې نه وتښتي.

تر اوسه ددغې پیښې مسؤلیت کومې ډلې او یا کوم شخص ندی منلی.

د پیښې په هکله پلټنې پیل شوي او تر اوسه د پیښې انگیزه نده څرگنده شوې. د کندهار په ولایت کې د افغانستان د نورو سمو په پرتله زیات داخلي بریدونه شوي دي.

داخلي بریدونه په عمومي توگه هغه پیښې دي چې پکې افغان سرتیري او یا هغه بریدگر چې د افغان سرتیرو لباس یې اغوستی وي پر خپلو همکارانو او یا پر امریکایي او ایتلافي قواو باندې حملې کوي.

دا ډول بریدونه په افغانستان کې وار په وار پیښیږي، خو تکرار یې پدې وروستیو کلونو کې راکم شوی دی.

XS
SM
MD
LG