د لاس رسي وړ اتصالات

دوه پاکستانۍ میرمنې د خپل ښوونکي د وژلو په تور په اعدام محکومې شوې


د پاکستان په څیر یو اسلامي هېواد کې اسلامي مقدساتو سپکاوی یوه ډېره حساسه موضوع ده او سزا یې مرګ دی.
د پاکستان په څیر یو اسلامي هېواد کې اسلامي مقدساتو سپکاوی یوه ډېره حساسه موضوع ده او سزا یې مرګ دی.

د پاکستان پولیسو د چهارشنبې په ورځ، مارچ ۲۰ (وری لومړی نېټه) وویل، هغه دوه میرمنې چې یو ښوونکی یې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور وژلې و، په اعدام محکومې شوې.

د پاکستان په څیر یو اسلامي هېواد کې اسلامي مقدساتو سپکاوی یوه ډېره حساسه موضوع ده او سزا یې مرګ دی. پدغه هېواد کې په ځینو مواردو کې یوازې دیني‌ مقدساتو ته د سپکاوي تور لګول کافي دي، چې بلوا رامنځته او د تورن کس د وژلو لامل شي.

پولیسو وویل چې "درې ښځینه زده کوونکو د ۲۰۲۲م کال د مارچ په میاشت کې په 'دیره اسماعیل خان' کې اسلامي مقدساتو د سپکاوي په تور د خپلې مدرسې ښځینه ښوونکې وژلې وه."

د سیمه ییزو پولیسو یو چارواکي محمد حارث د فرانس پرس خبري اژانس ته وویل، د 'دیره اسماعیل خان' یو قاضي "د ځايي مدرسې دوو زده کونکو ته د دغه مدرسې د ښوونکې په وژلو کې د لاس لرلو له امله د اعدام سزا او دریمګړۍ ته د عمر بند سزا واوروله."

هغه وويل، په اعدام محکوم شوي دغه دوه زده کوونکې ۲۳ او ۲۴ کلنۍ دي او دریمګړۍ چې د عمر بند سزا ورته اورل شوې ده، ۱۶ کلنه ده.

د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، له فني اړخه په پاکستان کې د اعدام سزا مجاز دی او ددغه هېواد محکمې په منظمه توګه دغه راز سزا ورکوي ، خو له ۲۰۲۰ کال راهیسې پدغه هېواد کې د اعدام کومه پیښه ثبت شوې نه ده.

دا پداسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په پاکستان کې د ښځو اعدامونه ډېر نه وو، خو ډېری ښځینه بندیانې له کلونو راهیسې د اعدام حکم عملي کېدو ته انتظار باسي.

په وروستیو څو اونیو کې په پاکستان کې د اسلامي مقدساتو د سپکاوي د تورونو څو پېښې ثبت شوې دي.

د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د پاکستان په لاهور ښار کې قهرجنو خلکو پر یوې ښځې له دې امله برید وکړ چې پر جامو یې لیکل شوي عربي کلیمې "ګواکې قراني ایات" دي، خو نوموړې د پولیسو په مداخله د قهرجنو خلکو له منګولو څخه وژغورل شوه.

همدارنګه د پاکستان قاضي القضات ته هم د نامعلومو سرچینو له خوا د مرګ ګواښونه وروسته له هغې وشول، چې یو کس ته یې چې د لیکلو متنو پواسطه اسلامي مقدساتو په سپکاوي تورن شوی و، د خوشي کېدو حکم صادر کړی و.‌

تېر کال د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعاتو د مرکز غیر دولتي ادارې په یو رپوټ ویلي وو، چې د پاکستان له جوړېدو راهیسې په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۱۴۱۵ کسان اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور نیول شوي دي، چې له دې ډلې څخه لږ تر لږه ۸۹ تنه یې بې له محاکمې د خلکو له خوا وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG