د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د ټرمپ د څرګندونو په اړه سپیناوی غوښتی


ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل چې شوروي ځکه افغانستان ته ځواکونه واستول چې ترهګر ورتلل
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل چې شوروي ځکه افغانستان ته ځواکونه واستول چې ترهګر ورتلل

افغان حکومت د متحدو ایالتونو د ولسمشر دونالډټرمپ د هغوی خبرو په اړه رسمي سپیناوی غوښتی چې وايي روسیې ځکه پر افغانستان یرغل وکړ چې د ترهګرو مخه ونیسي.

د ارګ په اعلامیې کې راغلي دي "د څرګندونو او د یوه هېواد د رسمي پالیسۍ ترمنځ توپير موجود وي، نو ځکه موږ هم د یو لړ څرګندونو په اړه د امریکې متحدو ایالتونو د دوست هېواد له حکومت څخه د ډیپلوماټیکو لارو د یو شمېر پالیسیو په اړه وضاحت غوښتی او تمه لرو چې په نږدې راتلونکي کې به له موږ سره شریک شي."

ارګ هڅه کړې چې وښيي دا د ښاغلي ټرمپ خپلې څرګندونې دي او ښايي د افغانستان په اړه د امریکا رسمي تګلاره نه وي.

ښاغلي ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (جنوري۲) د کابینې په غونډه کې وویل د شوروي پخواني اتحاد ځواکونه ځکه افغانستان ته ولاړل چې د ترهګرو مخه ونیسي.

ولسمشر ټرمپ وویل "روسیه لمړی شوروي اتحاد و، افغانستان ترینه روسیه جوړه کړه. روسیه د افغانستان جګړې دیوالي کړه. ... په افغانستان کې د روسیې د شتون دلیل دا و چې له هغه ځاې نه ترهګر روسيې ته تلل او روسيې هلته سم کار کاوه."

امریکايي ولسمشر دغه راز وویل چې دسیمې هیوادونه – هند، پاکستان او روسیه – باید په افغانستان کې د ترهګرۍ په ضد وجنګیږي، نه امریکا.

ښاغلي ټرمپ دا خبرې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د موجودیت په پلمه وکړه او داسې ښکارېده چې هغه په افغانستان کې د امریکايي د جګړې له اوږدیدلو خوښ نه دی.

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي چې هغه مهال پر افغانستان د روسیې یرغل د امریکا په ګډون، ملګرو ملتونو، د اسلامي هېوادونو نړیوال سازمان او نور هېوادونو غندلی وی او "افغانانو د خپلې مقدسې خاورې د خپلواکۍ په خاطر جهاد پيل کړ" او نژدې ټولې نړۍ له افغانستان څخه د ورسیې د وتلو غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG