د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د ترکیې د ولسمشر سره وکتل


د امریکا ولسمشر ټرمپ او د ترکیې ولسمشر طیب اردوغان
د امریکا ولسمشر ټرمپ او د ترکیې ولسمشر طیب اردوغان

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ د ترکیې د ولسمشر طیب اردوغان سره په سپینې ماڼۍ کې ملاقات وکړ.

د ترکیې ولسمشر طیب اردوغان د امریکا سره د ترکیې د تاریخي ملگرتیا یادونه وکړه. هغه وویل چې ترکیه به د کردي جنگیالو ملاتړ و نه زغمي خو په څرگنده توگه یې په امریکا نیوکې ونکړې.

د امریکا ولسمشر ټرمپ چې طیب اردوغان یې څنگ ته ناست و، وویل" مونږ ډیرې ښې اړیکي لرو او دا اړیکې به لا نورې هم ښه کوو."

ښاغلي اردوغان وویل چې د هغه دا سفر یو تاریخي سفر دی او دواړه ملکونه متحد دي هغه زیاته کړه "زمونږ د سیمې په راتلونکې کې د ترهگرو ډلو لپاره هیڅ ځاې نشته او د وایي پي جي فعالیتونه به قبول نکړو."

د یادونی وړ ده چې دغو دواړو مشرانو په داسي وخت کې سره وکتل چې د کرد جنگیالو د ملاتړ په مسئلې د امریکا او ترکیې تر منځ اختلاف پیدا شوی دی.

په دی برسیره په واشنگټن کې هم د هغې نه وروسته سیاسي بحثونه تاوده شوي چې داسي رپورټونه خپاره شول چې ولسمشر ټرمپ د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سره د داعش په خلاف د عملیاتو په هکله سري استخباراتي معلومات شریک کړیدي.

ښاغلي ټرمپ دوه اونۍ مخکې د اسلامي دولت په ضد د عملیاتو په لړ کې یو پلان تصویب کړ چې د کردانو د واي پي جي ډلې ملاتړ به وکړي. امریکا د وایي پي جيملاتړ په دی هدف کوي چې هغوي د اسلامي دولت د ډلې نه د رقا سیمه بیرته ونیسي.

ښاغلي اردوغان د امریکا د سفر نه مخکې خبریالانو ته ویلي و چې کوښښ به وکړي چې ولسمشر ټرمپ په دی قانع کړي چې د واي پي جي د ډلې د ملاتړ په هکله خپله فیصله بدله کړي.

د کردانو د کارگر د پی کی کی ډله د ترکیې په شمال ختیځ کې د ١٩٨۴ کال نه راپدیخوا د حکومت په ضد جنگیږي او امریکا ترکیه او اروپا یې ترهگره ډله بولي. ترکیه وایي چې د وای پي جي ډله په اصل کې د پی کی کی یوه برخه ده.

XS
SM
MD
LG