د جاپان د حکومت یو ویاند ویلي چې د دې هیواد مرکزې برخې کې په یو نظامي روزنیز مرکز کې په ډزو کې ۳ سرتیري ټپي شوي او د لومړنیو معلوماتو له مخې د دوو ټپي شویو سرتیرو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی.
د حکومت ویاند هیروکازو ماتسونو ویلي چې دا پیښه چارشنبه جون ۱۳ (غبرګولي۲۳) په سیمه ایز وخت سهار ۹ بجې شوې او د دریو سرتیرو ټپي کیدل یې تائید کړیدي.
ویاند همدرانګه ویلي چې د پیښې په تړاو یو مشکوک شخص نیول شوی خو دا یې ندي ویلي چې آیا ډزې کوونکی د جاپان سرتیری دی که نه.
په عین حال کې د جاپان ملي خپرونې NHK ویلي چې مشکوک ډزې کوونکی د دې هیواد دفاعي ځواکونو غړی دی او تنکی ځوان دی. دې ادارې همدرانګه ویلي چې ډزې کوونکي اتوماتیک وسله درلوده خو د نوم او انګیزې په هکله یې څه ندي ویلي.
په جاپان کې د جنایي تشدد پیښې بې حده لږې دي خو پدې تیر یو کال کې ځیني مهمې غټې پیښې شوي چې د دې هیواد خلک یې لړزولي.
تیر کال د جولای میاشتې په ۲۲مې د جاپان پخوانی صدراعظم شینزو آبې په رڼا ورځ په یوې انتخاباتي غونډې کې وویشتل او ووژل شو. ګمان کیږي چې برید کوونکي ځکه ښاغلی آبې وواژه چې د یوې ځانګړې کلیسا سره یې اړیکې درلودې.
په یوې بلې پیښې کې چې د اپریل په میاشت کې وشوه یو تن د اوسني صدراعظم فومیو کیشیدا یو انتخاباتي غونډې ته چاودیدونکي مواد وار کړل خو ښاغلي کیشیدا ته زیان ونه رسید.
د همدې مهمو پیښو له کبله په جاپان کې امنیتي تدابیر ډیر شوي او په ځانګړي توګه تیره میاشت زرګونه پولیس د هیروشیما ښار ته د امنیت ساتلو لپاره ګمارل شوي و چې د نړۍ د ۷ سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو مشران د غونډې لپاره راټول شوي و.