د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان ژغورنې ائتلاف د عطا محمد نور د دریځ ننګه وکړه


د دریو ګوندونو په اعلامیه کې د بلخ د والي د ګوښه کولو وروسته د خبرو له لارې د رامخې ته شوې لانجې په حل ټینګار شوی.
د دریو ګوندونو په اعلامیه کې د بلخ د والي د ګوښه کولو وروسته د خبرو له لارې د رامخې ته شوې لانجې په حل ټینګار شوی.

د افغانستان د ژغورنې ملي ائتلاف د جمهوررئیس محمد اشرف غني له خوا د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور د استعفی منل یواړخیز اقدام بللی او ګواښ یې کړی چې د ولایت له څوکۍ د ښاغلي نور ګوښه کول به اسلامي دولت یا داعش او طالبانو ته د افغانستان شمالي ولایتونو او په ځانګړي ډول د بلخ د ناامنه کولو امکان په لاس ورکړي.

د افغانستان د ژغورنې ملي ائتلاف د روان عیسوي کال په لومړیو کې د جنرال دوستم په مشرۍ د افغانستان ملي اسلامي جنبش ګوند، دحاجي محمد محقق په مشرۍ د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند او د صلاح الدین رباني په مشرۍ د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند له خوا د افغان حکومت پر وړاندې د یو سیاسي ائتلاف په بڼه جوړشوی دی.

د افغانستان د ژغورنې د ائتلاف اعلامیه کې چې د بلخ پخواني والي عطا محمد نور د خپل فیسبوک په رسمي پاڼه خپره کړې، د بلخ له ولایت څخه د ښاغلي نورد ګوښه کولو د ناوړو عواقبو خبرداری ورکړل شوی او د جمهوررئیس غني دا اقدام یې د واک د انحصارولو او یو نه سنجول شوی اقدام بللی دی.

د افغانستان د لومړي مرستیال د دفتر رئیس عنایت الله بابر فرهمند د دې اعلامیې په اړه امریکا غږ اشنا راډیو ته بې خبرې وښودله، خو د حاجي محمد محقق دفتر د دغې ګډې اعلامیې خپریدل امریکا غږ اشنا راډیو ته تائید کړل.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، جمهوررئیس محمد اشرف غني د ښاغلي نور استفعی منلې او د هغه پرځای یې انجینر محمد داوود د بلخ د نوي والي په توګه ټاکلی دی.

په دې اعلامیه کې د افغانستان د ژغورنې ملي ائتلاف د جمهوررئیس غني د اقدام پر وړاندې د ښاغلي نور له دریځ څخه هم ملاتړ څرګند کړی دی.

دا اعلامیه وایي " د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي ائتلاف عالي شورا، د ملي یووالي له حکومت غواړي، چې د هیواد سخت او نازک حالات درک کړي، له داسې اقداماتو څخه چې د واک د انحصار او زور ښکاروندوینه کوي پرهیز وکړي او د خبرو او تفاهم له لارې دا مشکل حل کړي ".

همداشان د ائتلاف په دې اعلامیه کې د جهادي مشرانو، ملي ګوندونو او سیاسي ائتلافونو هم غوښتل شوي د رامنځ ته شوي بحران پای ته رسولو کې دې مرسته وکړي او په افغانستان کې د سیاسي ثبات او ملي وحدت لپاره دې لازم اقدامات ترسره کړي.

دا اعلامیه وایي "د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي ائتلاف عالي شورا، د نړیوالې ټولنې او افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي دفتر څخه چې د ملي یووالي د حکومت د موافقو د اجرایتوب ضمانت یې ورکړی غواړي چې د ارګ د ټیم د یو اړخیزو اقداماتو مخه ونیسي او پرنیږدې چې د ملي روحیې اوملي مشارکت پر ضد اقداماتو سره د هیواد ثبات او امنیت د ګواښ سره مخ شي" .

په دې اعلامیه کې ترکیې ته د جنرال دوستم سفر او هلته پاتې کیدل د احمد ضیا مسعود ګوښه کول او د ښاغلي نور ګوښه کول د جمهوررئیس غني د اقداماتو یوه کړۍ ګڼلې ده.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي ائتلاف عالي شورا، دا اعلامیه په داسې حال کې خپره کړې چې د بلخ ولایت ته نوي ګمارل شوي والي انجینر محمد داوود امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې ویلي،چې هېڅ ډول امنیتي اندېښنه نلري او همدا چې جمهوررئیس غني ورته امر وکړي، خپله دنده به پیل کړي.

XS
SM
MD
LG