د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې درې غبرګو چاودنو دوه تنه وژلی ۲۴ ټپيان دي


په کابل کې د یکشنبې په ورځ درې چاودنې په پنځمه حوزه کې د سیلو سره نږدې سیمه کې شوي دي.
په کابل کې د یکشنبې په ورځ درې چاودنې په پنځمه حوزه کې د سیلو سره نږدې سیمه کې شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل ښار په نننیو دری غبرګو چاودنو کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار نن یکشنبه پر خپل ټوېتر لیکلي چې د پېښې له ځایه دوه جسدونه او ۲۴ ټپيان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي هم د دغو چاودنو په اړه خبریالانو ته ویلي، چې نن سهار لس کم اته بجې د پنځمې حوزې اړوند د سیلو سره نږدې سیمه کې د کابل د پوليتخنیک د پوهنتون د محصلینو د عاملې پر یو کاسټر بس یو مقناطیسي ماین وچاودیده، چې له امله یې یو ملکي وکړی ووژل شو او لس تنه نور ټپیان شول.

ښاغلي رحیمي وویل، د دغې چاودنې شل دقیقې وروسته د پیښې په ځای کې دوه نورې چاودنې وشوې، چې له امله یې د پنځو پولیسو په ګډون اوه تنه ټپیان شول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې په چاودنو کې دوه افغان خبریالان هم ټپیان شوي دي.

د پیښې عیني شاهدان وايي، په لومړۍ چاودنه کې د یو دکان شاګرد هم وژل شوی دی.

د دغو چاودنو ډیر ټپیان د پولیسو روغتون ته وړل شوي دي.

تر اوسه لا کومې ډلې د دغو دریو غبرګو چاودنو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې وړ ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ هم د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د افغانستان د ملي دفاعي پوهنتون پر محصلینو ځانمرګي برید کې ۶ تنه ووژل شول.

د تېرې جمعې په ورځ د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې هم پر نړیوالو ځواکونو موټر بم برید څلور ملکي وګړي ووژل او ۳ نور یې ټپیان کړل.

XS
SM
MD
LG