د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې پر لمونځ کوونکو ډزو درې وروڼه وژلي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د خوست ولایت په صبري او يعقوبي ولسوالۍ کې پر لمونځ کوونکو په ډزو کې درې وروڼه وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی.

د خوست امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر نن چهارشنبه مې ۲۰ (غوايي۳۱) امريکاغږ ته وويل چې پېښه تېر ماخوستن د دغې ولسوالۍ د ګورچکو په کلي داسې مهال شوې چې دغه کسان د تراويح لمانځه لپاره جومات ته روان وو.

سرچينې دا يو ترهګريز بريد وباله او زياته يې کړه چې د پېښې په اړه څېړنې پيل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیر ماښام د پروان ولایت په یو جومات باندې هم وسله وال برید کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.

د یاد ولایت چارواکو ویلي چې وژل شوي او ژوبل شوي ټول ملکي وګړي دي.

د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي‌ چې پېښه د ماښام له لمانځه وروسته د پروان په مرکز د "خلازي"په سیمه کې شوې ده.

تر دې دمه د دغه دواړو بریدونو مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی. خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې ادعا کړې ده چې د پروان (برید افغان ځواکونو )کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ تیره ورځ وویل چې یوازې په اپرېل میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو په بریدونو کې ۲۰۸ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

همدغه راز تېره میاشت دیوناما د چارواکو په وینا د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ۱۷۲ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG