د لاس رسي وړ اتصالات

تیره میاشت ۴ سوه زره ټنه توکي افغانستان ته وارد شوي


هره ورځ په عادي ډول ۲۵۰ واګونه سوداګریز توکي افغانستان ته د رېل پټلۍ له لارې واردیږي.
هره ورځ په عادي ډول ۲۵۰ واګونه سوداګریز توکي افغانستان ته د رېل پټلۍ له لارې واردیږي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې په تېرې یوې میاشتې کې د اوسپنې پټلۍ له لارې نیږدې څلور سوه زره ټنه توکي افغانستان ته وارد شوي دي.

دغه مالونه چې څه باندې ۷ زره واګونونه کیږي له حیرتان، تورغونډۍ او اقینې بندرونو له لارې دغه هېواد ته وارد شوي دي.

د یادې ادارې په خبرپاڼې کې چې نن چهارشنبه (غویي ۱۳/ مې ۲۰) خپره شوې راغلي دي چې د دغو موادو ډېره برخه خوراکي توکي دي او پاتې برخه یې تېل او نور سوداګریز سامانونه دي.

که څه هم د کروناویروس د خپریدو له امله د افغانستان په شمول په نړۍ کې د لېږد رالېږد لړۍ ټکنۍ شوې ده خو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې نورو ځمکنیو او هوايي چلند ته په کتو د رېل پټلۍ ټرانسپورتي چلند په عادي ډول پر مخ روان دی.

افغانستان وچې کې پروت هېواد دی چې ټرانسپورټي اسانتیاوو ته په کلکه اړتیا لري.

د رپوټونو پر اساس هره ورځ په عادي ډول ۲۵۰ واګونه سوداګریز توکي افغانستان ته د رېل پټلۍ له لارې واردیږي.

اوس مهال افغانستان له منځنۍ اسيا، ایران او چين سره د رېل پټلۍ له لارې سوداګريزې راکړې ورکړې لري.

حکومت ژمنه کړې چې په راتلونکې کې به له پېښور او تاجکستان سره هم د اوسپنې پټلۍ له لارې راکړې ورکړې پیل کړي.

یاد توکي پر داسې مهال افغانستان ته واردیږي چې په دې وروستیو کې د کرونا ویروس خپرېدو له امله په دغه هیواد کې د توکو بیې لوړې شوي دي.

XS
SM
MD
LG