د افغانستان د پخواني پوځ په زرګونو منسوبینو په یو سرخلاصي لیک کې د امریکا د متحده ایالاتو له کانګرس څخه د هغوی ناسم وضعیت ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې ده.
په دغه سرخلاصي لیک کې چې د شنبې په ورځ نومبر۱۸ (لړم ۲۷) د افغانستان د پخوانیو پوځیانو څخه د ملاتړ کمیټې له خوا خپور شوی د افغان پوځ دغو شاوخوا پنځه زره پخوانیو منسوبینو چې شاوخوا زر تنه یې ښځې دي ویلي چې هغوی په پاکستان، ایران او دننه افغانستان کې په ډیر بد حالت کې ورځې شپې سبا کوي.
په دې لیک کې د امریکا د متحده ایالاتو کانګرس څخه غوښتل شوي چې په طالبانو باندې دې فشار راوړي ترڅو دا ډله له خپلو زندانونو څخه په فوري ډول پخواني پوځیان خوشې کړي او هم د هغوی خپلسر نیولو، شکنچه کولو او د وژلو هڅې بندې کړي.
په دې لیک کې ویل شوي چې همدا اوس په افغانستان کې د پخواني پوځ په سلګونو منسوبین د خپلو تیرو فعالیتونو په خاطر د طالبانو په زندانونو کې د شکنجو سره مخ دي.
دغو پوځیانو په پاکستان او ایران کې د افغانستان د پخواني پوځ زرګونو منسوبینو ته په اشارې ویلي: "دا مسله په ایران کې د اسلامي جمهوري رژیم او د پاکستان په قبایلې سیمو کې د تروریستي ډلو له خوا د هغوی د استخدام د احتمال او له تجربو د ناسمې ګټې اخیستنې په برخه کې چې هغوی د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ څخه زده کړي زمینه برابروي او کولی شي په سیمه کې د امریکا متحده ایالاتو او متحدینو پر وړاندې ستر ګواښ را ولاړ کړي".
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د افغانستان د پخواني پوځ په زرګونو منسوبینو د طالبانو د غچ اخیستلو د اندیښنو له امله بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول ګاونډیو هیوادونه ته پناه وړې ده.
دغو پوځیانو ویلي چې په تیرو شلو کلنو کې یې په افغانستان کې د دیموکراسۍ د ټینګیدو او د یو پرمختللي او هوسا افغانستان لپاره مبارزه کړې ده، خو په تیرو څه باندې دوو کلنو کې پر افغانستان باندې د طالبانو د واکمنیدو وروسته د افغانستان خلک په ځانګړي ډول ښځې له خپلو اساسي حقونو څخه محروم شوي او د هرې ورځې په تیریدو خلک د ښه راتلوونکي لپاره خپلې هیلې له لاسه ورکوي.
دغو پوځیانو ویلي چې په تیرو څه باندې دوو کلنو کې په زرګونو مدني ټولنې فعالان، د بشري حقونو مدافعان، خبریالان او د ټولنې د نورو ډلو پورې اړوند کسان چې د پخوانیو پوځیانو پرتله له کمو امنیتي ګواښونو سره مخ و د امن ځایونو ته انتقال شوي دي، خو د پخوانیو پوځیانو چې په شلو کلنو کې د طالبانو پر وړاندې د جګړې په لومړۍ لیکه کې ولاړ و د هغوی خوندیتوب په برخه کې نړیوالې ټولنې هیڅ د پام وړ اقدام نه دی کړی.
په عین وخت کې د ارغواني شنبې د ورځو غورځنګ یو شمیر غړو د شنبې په ورځ نومبر۱۸ (لړم ۲۷) د بلخ ولایت کې په سرپټې ځای کې د ښځو او پخوانیو پوځیانو په ملاتړ غونډه کړې ده. دغو معترضو ښځو په خپلو شعارونو کې ویل چې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته افغانستان کې ښځې او پخواني پوځیان د تدریجي مرګ سره مخ دي.
دغو معترضو ښځو د امریکا د متحده ایالاتو کانګرس ته ددغه استولي سرخلاصي لیک څخه هم ملاتړ څرګند کړ. دغو میرمنو وویل چې طالبان قومي، مذهبي او ژبني تعصب ته لمن وهي او ملکي وګړي په مختلفو بهانو ځپي
دغو میرمنو د نړیوالې ټولنې، د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس او د افغانستان له خلکو وغوښتل چې په افغانستان کې د یو مشروع، دیموکراتیک او غیر متمرکز حکومت د جوړیدو او هم د طالبانو له بند څخه د پخوانیو پوځیانو د خوشې کیدو لپاره پر دغې ډلې فشار زیات کړي او په دې توګه دې د پخوانیو پوځیانو د تدریجي مرګ مخه ونیسي.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" د روان ۲۰۲۳ کال د اګست ۲۲ (زمري ۳۱) په یو راپور کې ویلي و چې د طالبانو حکومت په تیرو دوو کلنو کې د افغانستان د پخواني رژیم له ۲۰۰ څخه زیات پخواني ملکي او پوځي کارکوونکي پرته د محکمې وژلي دي.
راپور کې ویل شوي: "په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له دورې څخه د غیر قضایي وژنو، خپلسري نیولو او توقیفونو، شکنجې او ناوړه چلند او د جبري ورکېدو لږ تر لږه ۸۰۰ پېښې شوي دي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پخواني حکومت او امنیتي ځواکونو سره تړاو لري."
د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر ویلي، چې دا سرغړونې په داسې حال کې شوي، چې د واکمنو چارواکو ( طالبانو ) لخوا د پخواني حکومت چارواکو او د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو پخوانیو غړو ته د "عمومي بخښنې" اعلان شوی دی.
د طالبانو حکومت ددغو پخوانیو پوځیانو ادعاو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو دمخه یې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" راپور رد کړی و.
فورم \ دبحث خونه