د لاس رسي وړ اتصالات

توماس ویسټ هند او متحده عربي اماراتو ته سفر کوي


افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی توماس ویسټ افغانانو ته د ملاتړ د برابرولو لپاره په روانه اونۍ کې هند او متحده عربي اماراتو ته د سفر خبر ورکړی دی.

توماس ویسټ د سه شنبې په سهار مارچ ۱۹( کب۲۹) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د سفر پرمهال به ددغو دوو هیوادونو د چارواکو سره د افغانانو څخه د ملاتړ په برخه کې د همکارۍ په اړوند مسلو خبرې وکړي.

ښاغلي ویسټ لیکلي:" دا اونۍ هند او متحده عربي اماراتو ته سفر کوم چې له شریکانو سره د افغانانو د ملاتړ لپاره زموږ پر همکارۍ خبرې وکړم."

توماس ویسټ دغو هیوادونو ته د خپل سفرپه اړه نور جزئیات نه دي ورکړي. په هند او متحده عربي اماراتو کې یو زیات شمیر افغان اوسیږي، خو په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغو دواړو هیوادونو د طالبانو حکومت سره په محدوده کچه خپلې اړیکې ساتلي دي.

هند افغانستان سره د مرسته کوونکو هیوادونو په ډله کې شامل دی. د هند د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړې پلاوي د مارچ روانې میاشتې په سر کې کابل ته سفر کړی و او د طالبانو له چارواکو سره یې د دواړخیزو اړیکو د پیاوي کیدو په لارو چارو خبرې کړې وې.

دغه لوړ پوړی امریکايي دپلومات په داسې حال کې هند او متحده عربي اماراتو ته سفر کوي چې د افغانستان په دوو جنوب ختیځو ولایتونوباندې د پاکستان هوايي ځواکونو د تیرې ورځې بمباریو وروسته د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ډیرې ترینګلې شوي دي.

د پاکستان د هوايي ځواکونو ددغه بریدونو وروسته د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د پاکستان او افغانستان ترمنځ په څلورو سرحدي سیمو کې د پاکستاني ځواکونو په مرکزونو د درنو وسلو بریدونه کړي چې د رپوټونو له مخې د کرمې په سیمه کې په دغو نښتو کې یو پاکستانی صاحب منصب په کې وژل شوی او ددغه پوځ دوه عسکر په کې ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې تیره شپه په دغو څلورو سرحدي سیمو کې جګړې بندې شوي دي، خو په سرحدي سیمو کې حالات لا هم ترینګلي دي.

پاکستان کې امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې دا هوايي بریدونه د تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي" ډلې د پټنځایونو په خلاف شوي دي.

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د شنبې په ورځ مارچ ۱۶(کب۲۶) په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې په تړاو یوې غونډې ته په وینا کې ادعا وکړه چې داسې شواهد لري چې دا ډله د افغانانو په وسیله د هند څخه پیسې ترلاسه کوي.

اصف دراني په افغانستان کې د تحریک طالبان ټي ټي پي د ډلې د وسله والو شمیر د هغوی د کورنیو د غړو په ګډون تر اوو زرو تنو پورې وښود او ویې ویل داسې ښکاري چې د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو د ورځنیو مصارفو پیسې د کوم بل چا له خوا ورکول کیږي. هغه وايي افغان حکومت (طالبانو حکومت) په دومره لوی شمیر د وسله والو لپاره ورځني مصارف نه شي برابرولی.

اصف دراني وویل چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې سره د پاکستان د حکومت د خبرو پر مهال پاکستاني چارواکو په کابل کې د طالبانو لنډ مهاله حکومت ته دا ویلي وو چې ټي ټي پي ډله دې بې وسلې او تسلیم کړي او ددغې ډلې مشران دې ونیسئ.

نوموي وویل: "ټي ټي پي د پاکستان لپاره سره کرښه ده."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د دغو بریدونو په اړه ویلي دي چې هغوی د افغانستان خلکو، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري، خو زیاته کړې ده چې د طالبانو په حکومت کې دننه ځینې افراد د پاکستاني طالبانو ننګه کوي‌ او له هغوی څخه د پاکستان په ضد ګټه اخلي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې دا بریدونه د افغانستان په حریم باندې تیری ګڼلی او دغو بریدو د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG