د لاس رسي وړ اتصالات

برازیل کې د بس په ټکر کې ۳۸ تنه مړه شوي


د برازیل په جنوب ختیځ کې شنبه ډسمبر ۲۱ ( مرغومي لومړۍ) د بس په ټکر کې لږ تر لږه ۳۸ تنه مړه شوي چې پدې هیواد کې د ۲۰۰۷ میلادي کال راهیسې یوه تر ټولو ناوړه پیښه ده.

جمهور رئیس لیوس ایناسیو لولا ډا سلوا د بس دا ټکر په هیواد کې "ناوړه غمیزه" بللې چې نهه تنه پکې جدي ټپي شوي او په روغتون کې بستر شویدي.

د برازیل د لویو لارو پولیسو د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې دا پیښه د میناس ګیریاس په ایالت کې شوې او دا چې تر ټکر وروسته د بس دې موټر اور اخیستی.

په لومړنیو پلټنو کې څرګنده شوې چې د ګرانیټ یوه ټوټه د یوې لارۍ موټر څخه چې په بل لاس روان و، په بس لګیدلې. پولیسو په اعلامیې کې ویلي چې د لارۍ موټر چلوونکی تر پیښې وروسته له سیمې تښتیدلی دی.

د ژغورنې عملې ویلي چې ګڼ شمیر ټپي شوي او مړه شوي کسان د موټر لاندې ګیر پاتې و چې هغوي یې په ایستلو کې ډیر زیار وویست.

سره لدې چې د ټولو مړو شویو کسانو معلومات ندي خپاره شوي خو پولیس وایي د لومړنیو معلوماتو څرګندیږي چې یو ماشوم او د بس موټر پدې پیښې کې مړه شوي.

د میناس ګیریاس ایالت والي هم ویلي چې د مړو شویو او ټپي شویو کسانو ایستلو لپاره یې سیمې ته جرثقیل استولی.

د برازیل جمهور رئیس په ټولنیزې شبکې کې په پیښه خفګان ښودلی، دا یې "ناوړه غمیزه" بللې او د زیانمنیو شویو کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG