د سولې ولسي حرکت تر ټولو کوچنی غړی ۱۷ کلن محمد طاهر بشریار د کوچنیانو د حقوقو نړیوالې جایزې ته نوماند شوی دی. هغه وايي دا لومړی ځل دی چې یو افغان دغې جایزې ته نوماند شوی او که دا جایزه وګټي افغانستان ته لوی ویاړ راوړي. بشریار د سولې ولسي حرکت سره د کندهار نه کابل او بیا بلخ او د هلمند موسی قعلې ته پلي مزل کړی دی.