د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال له قطري پلاوي سره لیدنه کې په افغانستان کې د یاد هیواد د پانګونې غوښتنه کړې ده.
د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي پرون پنجشنبه ناوخته جون نهمه (غبرګولې ۱۹) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د قطر د امیر سلاکار محمد المسند په کابل کې د ملاعبدالغني برادر په ګډون له ځینو نورو طالب چارواکو سره لیدلي دي.
ښاغلي برادر په دغه لیدنه کې ویلي چې د طالبانو حکومت له قطر او ټولو هیوادونو سره د پیاوړو سیاسي او اقتصادي اړیکو غوښتونکی دی.
هغه ویلي: "اسلامي امارت په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړې او قطر کولی شي دلته د اوبو بندونو جوړولو، د کانونو استخراج او د برښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي."
د قطر د امیر سلاکار په محمد المسند په دغه لیدنه کې له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د همکاریو د دوام ژمنه کړې ده.
قطر چې د امریکا متحده ایالاتو له شریکانو څخه دی، د موافقې له مخې د امریکا د ګټو خونديتوب رول هم په غاړه اخیستی ترڅو په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د اړیکو په اسانه کولو کې مرسته وکړي، یاد هیواد له طالبانو سره هم نژدې اړیکې لري.
دغه هیواد په تیرو څو کلونو کې د طالبانو د سیاسي دفتر په کوربتوب سره، د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکراتو ته زمینې برابرولو، په پای کې د دواړو لورو ترمنځ په دوحې کې د توافقنامې لاسلیک کولو او له افغانستان څخه د تخلیې عملیاتو کې مرستې، د تخلیه شوو کسانو په کوربتوب او هم یې د کابل نړیوال هیوايي ډګر په بیرته فعالولو او د ترڅنګ یې د افغانستان اړوند مسائلو کې مهم رول لرلی دی.