د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي دي چې د طالبانو د «ترهګرې ډلې» ته به سر ټېټ نکړي.

هغه په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «هېڅکله او په هېڅ ډول شرایطو به طالبانو ته سر ټېټ نکړم. زه به هیڅکله هم د خپل اتل احمدشاه مسعود روح او میراث سره خیانت ونکړم. زه به میلیونونو کسان چې ما ته یې غوږ نیولی، خواشیني نکړم. زه به هېڅکله له طالبانو سره تر یو چتر لاندې ونه اوسېږم. هېڅکله.»

د ښاغلي غني او نورو مسولو مقاماتو د وتلو وروسته د ګډوډۍ د مخنیوي او د خلکو د درد او رنځ د راکمولو او همداشان د سولې او د واک د سوله ییز انتقال په مقصد د سولې د عالي شورا د رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله، جهادي مشر او د اسلامي ګوند د امیر ګلبدین حکمتیار او پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په ګډون د همغږۍ شورا جوړه شوه.

دغه شورا د حکومت د امنیتي ځواکونو او د طالبانو د غورځنګ د امنیتي قواو څخه غواړي د نښتو او ګډوډیو او د غیر مسولو او غیر مرتبطو کسانو د تحرکاتو جدي مخنیوی وکړي.

د اړتیا په صورت کې دې نمرو ته تیلیفون وکړئ:

۱. عطا محمد شریفی (۰۷۰۰۲۲۹۷۲۰) (۰۷۹۹۱۵۱۶۶۶)

۲. عبدالرقیب (۰۷۹۹۷۹۴۵۰۰)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي په کابل کې د امریکا د سفارت کارکوونکي د کابل نړیوال هوایي ډګر ته انتقال شوي او د هغه په وینا که څه هم چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو دپلوماتیک حضور راکم شوی، خو بیا امریکا په هغه هیواد کې خپل دپلوماتیک حضور وساتي.

یوه ورځ دمخه د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ویلي وو چې افغانستان ته یې د ۵۰۰۰ پوځیانو استول منظور کړي چې د افغانستان څخه د امریکا د وتلو او په مصوونه توګه د هغو افغانانو د انتقال ماموریت ترسره کړي چې په تیرو دوو لسیزو کې یې د امریکایي پوځیانو او د متحده ایالاتو له حکومت سره کار کړی دی.

طالبانو خپلو جنګیالیو ته کابل ته د ننوتلو امر کړی دی

طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي چې خپلو جنګیالیو ته یې ویلي‌ دي چې کابل ښار ته داخل شي. تر دې مخکې یې ویلي وو چې ښار ته به تر هغه نه داخلیږي‌ چې واک انتقال شوی نه وي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG