د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

یوه دربست شوې الوتکه چې ۱۹۳ کسان پکې سپاره و، نن دوشنبې اګست ۲۳ (وږي۱) د بلجیم پایتخت بروکسل ته ورسیده.

الوتکې د پاکستان د پایتخت اسلام آباد نه پرواز کړی و او د بلجیم د اتباعو تر څنګ پکې هغه افغانان هم سپاره وه چې د بهرنیو هیوادونو د استازولیو سره یې کار کړی و.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ ویلي چې د دې هیواد د تخلیې په پروګرام کې تر اوسه څه باندې ۴ سوه کسان د کابل د هوایي ډګر نه پاکستان ته وړل شویدي.





د کابل په هوایي ډګر کې د میشتو بهرنیو ځواکونو او نا معلومو وسله والو تر منځ نن دوشنبه اګست ۲۳ (وږي۱) جګړه شوې.

د فرانس پریس خبري اژانس د جرمني د یو عسکر له خولې ویلي چې په ډزو کې یو افغان وژل شوی او ۳ نور ټپي شوي.

په راپور کې ویل شوي چې جګړه سهار وختي د "افغان ګاردانو" او وسله والو تر منځ چې معلومه نده څوک به وي ، پیل شوه چې وروسته د امریکا او جرمني عکسر هم پکې راګډ شول.

په راپور کې نور جزیات ندي ورکړل شوي.

طالبان وایي په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو د اګست د میاشتې د ۳۱ مې نیټې چې له مخې یې باید ټول بهرني ځواکونه د افغانستان نه ووځي، د تمدید کیدو غوښتنه نده کړې.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن تیره اوونۍ ویلي و چې دغه نیټه ښایي پدې خاطر وغځول شي چې امریکایي ځواکونه وکړی شي امریکایي اتباع د افغانستان نه راوباسي.

ښاغلي بایډن د یکشنبې په ورځ اګست ۲۲ (زمري ۳۱) وویل هیله لري چې د تخلیې عملیات په همدې میاشت کې پای ته ورسیږي خو یو شمیر اروپایي هیوادونو ویلي چې پدې نیټې د ټولو هغو کسانو ایستل چې باید د افغانستان نه وایستل شي، امکان نلري.

امریکا شاوخوا ۶ زره عسکر په افغانستان کې لري چې د کابل په هوایي ډګر کې دیره دي.
امریکا شاوخوا ۶ زره عسکر په افغانستان کې لري چې د کابل په هوایي ډګر کې دیره دي.

په جاپان کې چارواکي وایي افغانستان ته پوځي الوتکه نن دوشنبې استوي چې د دې هیواد اتباع او هغه افغانان چې د جاپان په سفارت یا نورو ادارو کې یې کار وسره کړی وي، وباسي.

د جاپان د کابینې ستر منشي کاتسونوبو کاتو یو خبري کنفرانس ته وویل چې ټاکل شوې د دې کسانو د ایستلو لپاره نورې پوځي الوتکې هم افغانستان ته ولیږل شي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG