د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

په افغانستان کې د طالبانو لخوا د حکومت د سقوط په هکله د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن د وینا نه یوازې څو ساعته وروسته د کانګریس جمهوري غوښتونکو غړیو په ښاغلي بایډن سخت انتقادونه کړي.

د استازو په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند مشر کیون مکارتي د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د ایستلو پریکړهد " لسیزو تر ټولو ناوړه بهرني پالیسي" وبلله او زیاته یې کړه چېپدې وینا کې د عکسرو د ایستلو د "ناوړه پریکړې" په هکله هیڅ یوې پوښتنې ته ځواب ونه ویل شو.

ښاغلي مکارتي د دوشنبې په ورځ ناوخته په یوې اعلامیې کې ویلي چې د عسکرو د ایستلو پریکړې په نړۍ کې د ترهګرۍ ګواښ لوړ کړ او د زرګونو امریکایي عکسرو ژوند یې د خطر سره مخ کړ.

دې جګپوړي جمهوري غوښتونکي غړي همدرانګه ویلي چې بایډن باید داسې "ټینګ پلان جوړ کړي چې د افغانستان نه ټول امریکایي اتباع په سمدستي او خوندي توګه راوباسي، ترهګر چې په هر ځای کې پټ وي، هدف یې وګرځوي او زمونږ سرحد خوندي کاندي."


د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو په هکله د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په افغانستان کې د هر ډول حکومت سره د امریکا اړیکې د دې حکومت د کړونو سره تړلې دي.

ښاغلي پرایس زیاته کړه، " د افغانستان راتلونکی حکومت چي د خلکو د اساسي حقونو ملاتړ وکړي، ترهګرو ته ځای ورنکړي، د خپلو میرمنو او نجونو او ولس اساسي حقونه خوندي کاندي. دغه شان یو حکومت سره مونږ کار کولی شو. "
د طالبانو یو جګپوړي چارواکي تیره ورځ د رویټرز خبري اژانس ته ویلي و چې د نوي حکومت د بڼې په هکله خبرې کول د وخت نه مخکې دي.

د متحده ایالاتو تر څنګ روسیې هم ویلي و چې په کابل کې د طالبانو سره تر کتلو وروسته او دا چې دا ډله څه ډول حکومت په نظر کې لري، پدې هکله د معلوماتو تر لاسه کولو وروسته به مسکو پریکړه وکړي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژنې که نه.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس

د امریکا د دفاع وزارت وایي چې د کابل نړیوال هوایي ډګر کې د خلکو د هجوم له کبله تړل شوی و، د سه شنبې په ورځ وختي بیرته پرانیستل شو.

په پنټاګان کې د لوژستیکي څانګې متخصص ، تورن جنرال هانک ټیلر ویلي چې یوه ترانسپورتي الوتکه چې سمندري ځواکونه پکې سپاره و ښکته شوې او یوه بله به هم ښکته شي چې د پوځ یوه قطعه پکې سپره وه. دغه عسکر د کابل د نړیوال هوایي ډګر د امنیت د ساتلو لپاره ګمارل شوي.

دغه امریکایي جنرال همدارنګه ویلي د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې نظامي او سوداګریزو الوتکو د هوایي ټرافیک کنټرول د متحده ایالاتو په لاس کې دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پدې خاطر چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا په غونډه کې پاکستان ته د خبرو کولو فرصت ورنکړ شو انتقاد کړی دی.

ښاغلي قریشي په ټویټر لیکلي: "د تاسف وړ ده چې یو ځل بیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې پاکستان ته د خبرو کولو فرصت ورنکړ شو. د افغانستان وروسته پاکستان په انکار نه کیدونکې توګه پاکستان [په افغانستان] د لسیزو جګړو قربانی دی."

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG