د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

ښاغلي بایډن وویل چې د نړۍ په یو شمېر هغو هېوادونو کې یې هم د ترهګرۍ ضد عملیات کړي‌ دي چې دوی په کې پوځي‌ موجودیت نلري او که ضرورت شو په افغانستان کې به هم دا کار وکړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په خپلو تازه خبرو کې یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د اېستلو د پرېکړې ننګه وکړه او وویل چې په هغه هېواد کې د امریکا حضور د ملت جوړونې لپاره نه و.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران د دوشنبې په ورځ اګست ۱۶ (زمري۲۵) د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کوي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسئول جوزپ ‌بورل په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې په افغانستان کې وروستیو بدلونونو په کتو پتیل شوې چې دا غونډه وشي.

نوموړي لیکلي دي: «افغانستان په یوې څلور لارې کې ولاړ دی. د خلکو امنیت او سلامت او همدغه راز نړیوال امنیت قمار ته اېښودل شوي.»

اروپايي ټولنه هڅه کوي چې خپل افغان کارکوونکي پیدا او د غړو هېوادونو په مرسته یې یو مصئون ځای ته انتقال کړي خو د دغو افغان کارکوونکو شمېر لا معلوم نه دی.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د افغانستان د بیا پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو له ځانګړي له ځانګړي زلمي خلیلزاد سره د افغانستان د وروستیو بدلونونو په هکله ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د روسیې د تاس اژانس د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي چې روسیه، امریکا، چین، پاکستان او ایران هغه هیوادونه دي چې د افغانستان په حالاتو اغیز لرلی شي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG