د واګنر ډلې مشر د شنبې په ورځ جون ۲۴ (چنګاښ ۳) ناڅاپه اعلان وکړ چې د وینو تویدلو څخه د مخنیوي لپاره یې د خپل امر لاندې ځواکونو ته امر کړی چې بیرته په شا شي.
د واګنر ډلې مشر همداشان ویلي چې د وضعیت اهمیت درک کوي او نه غواړي چې "د روسانو وینې توی کړي."
یوګیني پریګوژین وروسته له هغه چې د هیواد د پوځي مشرتابه د پرځولو لپاره د مسکو په لور د تګ ژمنه وکړه، ناڅاپه اعلان وکړ چې "موږ خپل ځواکونه بیرته پر شا کوو او بیرته ساحوي کمپونو ته ځو". هغه وویل چې هغه د دې شیبې په اهمیت پوهیږي او نه غواړي "د روسیانووینې توی کړي."
د پریګوژین دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د رپوټونو له مخې د واګنر ډلې ځواکونه د ورونیژ ښار ته له ننوتلو وروسته د مسکو په لور په چټکۍ سره پرمختګ وکړ.
پریګوژین د خپلو ځواکونو د پر شا کیدو د امر په اړه وویل چې خپل ځواکونه بیرته کمپونو ته ستنوي.
د روسیې خاورې ته له ننوتو مخکې د واګنر ډلې ځواکونه د اوکراین په بخموت سیمه کې د کیف له ځواکونو سره په جګړه بوخت وو.
په همدې حال کې د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین نږدې متحد دی، ویلي دي چې له پریګوژین سره یې د روسیې په خاوره کې د خپلو ځواکونو د تګ راتګ د پای ته رسولو په خاطر خبرې کړې دي.
د بیلاروس د جمهوري ریاست دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې "یوګیني پریګوژین د ولسمشر الکساندر لوکاشینکو وړاندیز منلی چې د روسیې په خاوره کې د واګنر ډلې اړوند کسانو د خوځښت مخه ونیسي. " په دغه اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې دغه اقدام به تاوتریخوالي مخنیوی وکړي.
روسي مقاماتو تر اوسه د واګنر ډلې د مشر د څرګندونو په اړه تبصره نده کړې.
خو تر دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شنبې په ورځ وروسته له هغې د واګنر ډلې مشر ته خبرداری ورکړ چې ښاغلي پریګوزین د جمعې په ورځ یو لړ ویډیويي او غږیز پیغامونه خپاره کړل چې د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو یې د دې ډلې پر پوځي اډې د راکټي برید په امر تورن کړ، هغه تور چجې د روسیې د دفاع وزارت رد کړی دی.
پوتین د یوې ټلویزیوني وینا په ترڅ کې د پریګوژین د څرګندونو او کړنو په غبرګون کې وویل: "دا د روسیې او زموږ د خلکو لپاره یو ګوزار دی او د دغه ډول ګواښ پر وړاندې د وطن د دفاع لپاره زموږ اقدامات به جدي وي. ټول هغه کسان چې په قصدي ډول یې د خیانت په لار ګام پورته کړی، وسله وال پاڅون یې کړی، توره او تروریستي لاره یې خپله کړې، دوی ته به په قاطع توګه سزا ورکړل شي، هم د قانون او هم زمونږ خلکو ته به حساب ورکوونکي وي."
د واګنر ډلې مشر د جمعې په ورځ د یو لړ ویډیوګانو او غږیزو پیغامونو په خپرولو سره د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو پدې تورن کړ چې د دې ډلې پر پوځي اډې یې د راکټي برید امر کړی او زیاته کړې یې وه، چې د دوی ځواکونه به اوس شویګو ته په وسله وال بغاوت کې سزا ورکړي. هغه د روسیې له پوځ څخه وغوښتل چې مقاومت ونه کړي.
پریګوژین د شنبې په ورځ جون ۲۴ په یو نوي غږیز پیغام کې ژمنه وکړه چې په مسکو کې به د دغه هیواد د پوځي مشرتابه د نسکورولو لپاره ټول اړین اقدامات وکړي.