د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې د روهینګیا مسلمانانو د وژنې د غندنې لپاره لاریون شوی


په هرات کې د روهینګیا مسلمانانو سره د خواخوږۍ اود هغوی پر وړاندې زورزیاتي د غندلو لپاره دا په افغانستان کې لومړی لاریون دی.
په هرات کې د روهینګیا مسلمانانو سره د خواخوږۍ اود هغوی پر وړاندې زورزیاتي د غندلو لپاره دا په افغانستان کې لومړی لاریون دی.

هرات کې نن د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په لسګونو اوسیدونکو او د مدني ټولنې غړو د یو اعتراضیه لاریون په ترڅ کې د روهینګیا مسلمانانو سره د میانمار" برما" د پوځ چلند وغنده او د روهینګیا مسلمانو د وژلو او زورولو د لړۍ د بندیدو غوښتنه یې وکړه.

دا په افغانستان کې د روهینګیا مسلمانانو سره د خواخوږۍ د څرګندولو لومړی اعتراضیه لاریون دی.

د دې وړاندې افغان حکومت او د طالبانو او حکمتیار اسلامي حزب په ګډون یو شمیر سیاسي ډلو او مشرانو د اعلامیو له لارې د روهینګیا مسلمانانو سره د میانمار د پوځ کړنې په سختو ټکو غندلي دي.

په هرات کې په اعتراض کوونکو کې دیني عالمان، ځوانان، مدني فعالین او د ښځو د ټولنې غړي شامل وو.

اعتراض کوونکو پر ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ټولنو باندې هم د دې له امله نیوکې وکړې چې د اعتراض کوونکو پر وینا د میانمارد پوځ له خوا د روهینګيا مسلمانانو د ډله ایزې وژنې پر وړاندې یې خپل غږ نه دی اوچت کړی او چپه خوله پاتې شوي دي.

دغو اعتراض کوونکو د میانمار د حکومت د مشرۍ میرمن انګ سان سوچي پرخلاف هم شعارونه ورکول او له هغې څخه یې د نوبل د سولې د جایزې د بیرته اخیستلو غوښته کوله.

دغواعتراض کوونکو له اسلامي هیوادونو هم وغوښتل چې د میانمار پوځ له خوا د روانې مسلمان وژنې مخه ونیسي. دغو اعتراض کوونکو د ملي یووالي د حکومت د مشرانو وغوښتل چې په دې مسله چپ پاتې نه شي او د دیپلوماتیکي لارو دې روهینګيا مسلمانانو د وژلو او په زوره شړلو مخه ونیسي.

افغان حکومت له وړاندې د روهینګيا مسلمانو پر وړ اندې د میانمار د رژیم د زورزیاتي د پای ته رسیدلو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د میانمار د رژیم له خوا د روهینګيا مسلمانانو د عام وژنې کلکه غندنه شوې او د ملګروملتونو څخه د میانمار د رژیم له خوا روهینګيا مسلمانانو د وژنې د پیښو د هراړخیزو پلټنو غوښتنه هم شوې ده.

میانمارچې دمخه د برما په نوم یادیده، د اسیا په جنوب ختیځ کې پروت دی، چې د ۶۰ میلیونو نفوس څلور فیصده یې مسلمانان دي.

د روهینگیا مسلمان اقلیت چې له څو نسلونو څخه په میانمار"برما " کې ژوند کوي، د دغه هیواد د اتباعو په توگه په رسمیت نه پیژندل کیږي.

د میانمارله اقلیت مسلمانانو سره نړیواله خواخوږي مخ په زیاتېدو ده او اکثر اسلامي هېوادونه د دې هېواد په راخین ایالت کې د دې مذهبي اقلیت په وړاندې، د تاوتریخوالي د سمدستي بندېدو غوښتني کړي دي.

په تیرو لسو ورځو کې ١٢٥٠٠٠ زره کسان د برما په راخین کې د جگړو له امله بنگله دیش ته تښتیدلي دي او د هغو ۴٠٠٠٠٠ روهینگیایی کډوالو سره یوځای شوي چې له پخوا نه په دغه هیواد کې په موقتي کمپونو کې ژوند کوي.

د برما حکومت د ملکي وژنو او د کورونو د سوځولو پړه، پر اسلامپالو وسله والو ډلو اچوي، خو د بشري حقونو څارونکې ډلې او روهینګیایان وايي، د برما پوځ غواړي د وژنو او کورونو د سوځولو د کمپاین په وسیله، دوی له خپلو مېنو اوباسي.

XS
SM
MD
LG