د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: کابل ښار کې مو د داعش ډلې یو پټنځای له منځه وړی


طالب چارواکي وايي، د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند خیرخانې سیمې کې د داعش ډلې پر یو پټنځای د علمیاتو په ترڅ کې، د داعش ډلې دوه غړي وژلي او یو بل یې نیولی دی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ماښام فبرورۍ ۲۶ (کب اوومه) ویلي چې دغه عملیات تیره شپه د خیرخانې سیمې اړوند په "شهرک ذاکرین" سیمې کې تر سره شوي دي.

مجاهد ویلي چې د داعش ډلې غړو په دغه شهرک کې پټ ژوند کاوه، چې په خبره یې د عملیاتو پرمهال د دوه میله کلاشینکوفونو او ځانمرګي واسکټ په ګډون په زیاته اندازه مهمات هم د هغوی لاس ته ورغلي دي.

د طالبانو حکومت ویاند زیاته کړې چې د داعش ډلې یادو غړو په کابل کې د بریدونو پلان لاره چې هدف ته له رسېدو مخکې له منځه یووړل شوه.

داعش ډلې تر دا مهاله په کابل کې د هغوی پر پټنځای د تر سره شوو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

پر همدې مهال یو شمېر عیني شاهدانو ویلي چې دغه نښته تېر ماښام ۶:۰۰ بجې پیل شوه چې د څو ساعتونو لپاره یې دوام لاره. دغه سرچینې د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل چې دواړو لورو له سپکو او درندو وسلو څخه اخیستی.

سرچینې وویل چې د نښتې په ځای کې د خلکو د هستوګنې کورونه هم و او تر دغه عملیاتو مخکې د طالبانو لخوا د تخلیې خبر نه و ورکړل شوی. تر دا مهاله په دغه پېښه کې ملکي وګړو ته د زیان رسېدو راپور نه دی ورکړل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې مخکې د کابل ښار په کارته نو سیمه کې هم د داعش ډلې پر یو پټنځای د عملیاتو پر مهال د بهرنیو اتباعو په ګډون د څو داعشیانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

ذبیح الله مجاهد هغه مهال ویلي و چې د داعش ډلې دغه ګروپ د کابل ښار په وروستیو بریدونو کې لاس لاره.

طالبانو پر افغانستان تر حاکمیت وروسته تل ادعا کړې چې داعش ډله په افغانستان کې «فزیکي او علني» حضور نلري، خو دغه ډلې په دې وروستیو کې په کابل او شمېر نور ولایتونو کې د مرګونو بریدونو مسؤلیت منلی دی.

XS
SM
MD
LG