د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: اوزبیکستان دې افغانستان ته د تړون مطابق برېښنا ورکړي


په افغانستان کې د برېښنا د بېساري پرچاوي سره هم مهاله، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د اوزبیکستان له حکومت څخه وغوښتل چې افغانستان ته د لاسلیک شوي تړون له مخې برېښنا ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د برېښنا شرکت د روانې جنورۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه له اوزبیکستان سره د ۲۰۲۳ میلادي کال لپاره د وارداتي برېښنان د تړون د تمدید خبر ورکړ.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه جنورۍ ۲۲ (سلواغې دوهمه) په کابل کې د (کرنیزو محصولاتو پراختیايي صندوق) د پرانیستې غونډې کې وویل چې اوزبیکستان د نوي تړون له مخې افغانستان ته څه باندې ۴۰۰ میګاواټه برېښنا ورکولو ژمنه کړې وه.

ښاغلي متقي د انتقاد په بڼه وویل چې اوزبیکستان د ژمي په دې یخو شپو او ورځو کې پر افغانستان خپله برېښنا قطعه کړې ده.

هغه زیاته کړه: "له اوزبیکستان سره د حیرتان په بندر کې ډېره ښه راشه درشه لرو، خو هیله لرو چې په دې سخت ژمي او دې یخني کې په هغه وعده له موږ سره ودریږي چې زموږ د برېښنا له شرکت سره یې د برېښنا وعده کړې ده چې څه باندې ۴۰۰ میګاواټه برښنا به افغانستان ته ورکوي بدبختانه چې اوس یې هغه برق قطعه کړی دی او هیوادوال له مشکل سره مخامخ دي."

نوموړي زیاته کړه چې د ګاونډیتوب او ورورولۍ تقاضا په سختو حالاتو کې یو او بل ته لاس ورکول دي او د اوزبیکستان له حکومت څخه یې وغوښتل چې افغانستان ته د لاسلیک شوي تړون له مخې برښنا ورکړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست پر داسې مهال له اوزبیکستان څخه افغانستان ته د لاسلیک شوي تړون د برېښنا ورکولو غوښتنه کوي چې د افغانستان برېښنا شرکت د روانې جنورۍ میاشتې پر ۱۳مه نېټه د تخنیکي ستونزو له امله افغانستان ته د اوزبیکستان د وارداتي برښنا د قطعه کېدو خبر ورکړ.

افغانستان ته د اوزبیکستان د وارداتي برېښنا تر قطعه کېدو وروسته کابل ښاریان په ۲۴ ساعتونو کې پوره دوه ساعته برېښنا هم نلري.د کابل ښاریان وايي چې د برېښنا نشتوالي په سوړ ژمي کې د هغوی ستونزې او مشکلات دوه برابره کړي دي.

د بشري احمد فیضان په نوم د کابل ښار د مکروریانو یو اوسېدونکي د برېښنا پرچاوي زیاتوالي په اړه امریکا غږ ته وویل: "فعلاً کابل بې برېښنا دی خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دی لیرو ځایونو ته په اوبو پسې ځي پداسي حال کي چې حکومت د دی مسؤلیت لري چې خلکو ته اوبه ورسوی ځکه د حفظ مراقبت او په نورو نومونو له خلکو څخه پیسې ټولوي. زه فکر کوم دا یې د حل لاره نه ده چي برېښنا دي موږ یوازي د نورو هیوادونو څخه په پیسو واخلو، د حل لار داده چې حکومت باید پر خپلو بندونو کار وکړي او خلکو ته حد اقل یوه اندازه برېښنا ورسوي."

د کابل ښار د پنځمې ناحیې اوسیدونکی مسیح الله نصرت هم د برېښنا پرچاوي زیاتېدو په اړه شکایت کوي او وايي چې دوی سیمه په ورځ کې دوه ساعته برېښنا هم نلري.

هغه په دې اړه امریکا غږ زیاته وویل: "په اوسني عصر کې چې نړۍ په هره برخه پرمختګ کړی او ورځ تر بلې نړیوال د ژوند بېلابېلو آسانتیاوو ته لاسرسی پیدا کوي خو په افغانستان کې موږ د ژوند تر ټولو بنسټیزې او لومړنۍ اړتیا ته چې برېښنا ده نشو کولی لاسرسی ولرو، په تېرو دوو یا درې میاشتو کې د کابل یو ښاري په توګه موږ په ورځ کې دوه درې ساعته برېښنا لرو، اوس چې هر څه په برق تر سره کېږي نو کله چې برق نوي نو تقریباً ټول ژوند په ټپه درېدلی وي. اوس سړی حېران پاتې وي چې چا ته ګیله وکړي او د چا نه د دې ستونزې د حل غوښتنه وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د ژمي په رارسېدو سره په کابل او ګڼ شمېر نورو ولایتونو کې د برېښنا پرچاوي زیاته شوې چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د افغانستان برېښنا شرکت په روانه جنوري میاشت کې د اوزبیکستان او تاجیکستان سره د ۲۰۲۳ میلادي کال لپاره د برېښنا تړون تمدید کړ، یادو هیوادونو ژمنه وکړه چې په دغه موده کې به د افغانستان د اړتیاوړ برښنا به چمتو کړي.

افغانستان پر وارداتي برېښنا متکي دى او د خپلې اړتيا د پوره کولو لپاره شاوخوا ١٦٠٠ميګاواټه برېښنا ته اړتيا لري. افغانستان د خپلې اړتيا ٧٠ سلنه برېښنا له اوزبيکستان، تاجيکستان او ايران څخه واردوي او پاتې ٣٠ سلنه له داخلي منابعو برابروي.

XS
SM
MD
LG